د لاس رسي وړ اتصالات

دیموکرات گوند په حکومت د مواخذې په جریان کې د خنډ اچولو تورونه لگولي


د امریکا په کانگرس کې د استخباراتي کمیټې مشر اډم شف
د امریکا په کانگرس کې د استخباراتي کمیټې مشر اډم شف

د امریکا په کانگرس کې د استخباراتي کمیټې مشر اډم شف خبرداری ورکړیدی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ضد د مواخذې په تحقیقاتو کې د ولسمشر د ادارې لخوا خنډونه به د عدالت پر وړاندی خنډ وگڼل شي.

د امریکا د کانگرس په ماڼۍ کې خبریالانو ته د وینا په مهال اډم شیف وویل چې مونږ پدی اړه اندیښمن یو چې سپینه ماڼۍ زمونږ په لاره کې خنډونه اچوي.

شف زیاته کړه: "مونږ باید دا په څرگنده توگه ووایو چې که د امریکا د بهرنو چارو وزارت یا د ولسمشر لخوا دا هڅه وشوه چې د کانگرس په قدرت اغیز ولري نو دا به د شواهدو د ورکولو په لړ کې خنډ وي."

د یادونې وړ ده چې د امریکا د یموکرات گوند د ولسمشر ټرمپ ضد د مواخذی لپاره د تحقیقاتو اعلان کړیدی.

د کانگرس رئیسې نینسي پلوسي دغه اعلان د هغې نه وروسته وکړ چې امریکا کې رسنیو داسي رپورټونه خپاره کړل چې ولسمشر ټرمپ د یوکرین د حکومت نه غوښتي وو د دیموکرات گوند لخوا د ولسمشرۍ مقام ته د کاندید جو بایډن او د هغه د زوی ضد تحقیقات وکړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ایټالیا کې داخبره تایید کړي وه چی د ولسمشر ټرمپ او د یوکراین د ولسمشر زیلنسکی ترمنځ جنجالي ټیلیفوني خبرې یې اوریدلې دي.​

XS
SM
MD
LG