د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: ایرلنډ افغان لوبډلې ته ۱۴۳منډې هدف ورکړ


د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د اسلامي بانک جام دریمه شل اوریزه نړیواله لوبه نن سه شنبه (کب ۲۰) پیل شوه چې لومړی ایرلنډ توپ وهنه وکړه او افغانستان ته یې د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

ایرلنډي لوبغاړو په ټاکل شویو شلو اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې ترسره کړې.

د ایرلنډ له خوا جي ډیلاني ۳۷، او ټکټار ۳۱ منډې وکړې.

د ایرلنډ سیالې لوبډلې کې ځوانو لوبغاړو هر یو قیس احمد او نوی الحق درې درې ویکټې واخیستې.

مجیب الرحمن او راشد خان بیا یو یو لوبغاړی وسوځوه.

اوس مهال افغان لوبډله بیټینګ کوي.

د شل اوریزو نړېوالو لوبو سریز چې د افغانستان په کوربه توب د هند په ګرېټر نویډا ښار کې کیږي نن پای ته رسیږي.

له دې مخکې د یاد سریز دوه نورې لوبې افغانستان ګټلي دي.

یو کال وړاندې هم افغانستان او ایرلند د شل اوریزو لوبو سریز کړی و چې افغان لوبغاړو دغه سریز ګټلی دی.

XS
SM
MD
LG