د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ایرلنډ سره د کرکټ دریو لوبو لړۍ په بري پيل کړه


د افغانستان او ایرلنډ دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ ده
د افغانستان او ایرلنډ دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ ده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي وګټله.

دا لوبې په هند کې کیږي. ایرلنډ د جمعې په ورځ (مارچ۶)لومړی بیټېنګ وکړ او افغانستان ته یې د ۱۷۲ منډو هدف ورکړ.

تر ټولو ډېرې ۶۰ منډې سټرلېنګ وکړې.

افغانستان په ۱۵ اورونو کې ۱۳۵ منډې وکړې او بیا باران وشو او لوبه ونشوه او د کرکټ د (‌ډي ال میتود) په اساس افغانستان ګټونکی اعلان شو.

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان درې کسان و سوځول او تر ټولو ډېرې منډې نجیب الله ځدراڼ وکړې. ده ۴۲ منډې وکړې او ترپایه هم ونه سوځېده.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه د یکشنبې په ورځ (مارچ۸) ده.

XS
SM
MD
LG