د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د تنباکو د استعمال د مخنیوي هلې ځلې پیل کړي


افغان حکومت وايي په ښونځیو کې به د تنباکو د مخنيوي لپاره عامه پوهاوی ورکوي
افغان حکومت وايي په ښونځیو کې به د تنباکو د مخنيوي لپاره عامه پوهاوی ورکوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د تنباکو د مخنیوي لپاره به د کابل د ښوونځیو، پولیسو او د ناحیو استازو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د دغه وزارت مرستیال فدا محمد پیکان د تنباکو د مخنیوي په نړیواله ورځ وویل هغه سروې چې په ۲۰۱۰ کې شوې ښيي چې افغانستان کې ۳۵ سلنه غټان سګرېټ څکوي او ۴۰ سلنه هغه خلک چې په کورنیو کې یې کسان سګریټ څکوي متضرر شوي دي.

په همدې وخت کې د افغانستان ولسي جرګه پر سګریټو د لوړې مالیې د وضع کولو پر قانون کار کوي. د مۍ ۳۱ هر کال د تنباکو او له امله یې د رامنځته کېدونکو ناروغیو د مخنیوي او عامه پوهاوي د پراختیا په موخه لمانځل کیږي.

دا مهال افغانستان کې سګرېټ او نصوار په بازارونو کې خرڅیږي او چارواکي وایي د اندېښنې وړ دا ده چې ماشامان یې هم په اسانۍ اخیستلی شي.

د کابل یو دوکاندار مبین وايي دوی ته چا نه دي ویلي چې پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو دې سګرېټ او نور نشه يي توکي نه خرڅوي.

مبین وايي پوهیږي چې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته سګرېټ او نصوار خطرناک دي خو وايي که زه یې ور نه کړم نور دوکانداران یې پر خرڅوي.

بل خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي له سوداګرۍ وزارت سره پر داسې طرز العمل کار کوي چې له مخې به یې د سګرېټو د واردلو او وېش په اړه هر څه په کې روښانه شي.

بل خوا د ولسي جرګې استازی انجینر کمال وايي یو نړیوال اصل شته چې تر ۱۸ کالو کم ماشومانو باندې باید نشه یي توکي ونه پلورل شي. ښاغلی کمال وايي دا یو ټولنیز مسئولیت دی چې باید دوکانداران یې مراعت کړي.

د عامې روغتیا وزارت وايي د دخانیاتو د مخنیوي لپاره به په نژدې وخت کې د کابل په نژدې ۳۰ ښوونځیو کې د تنکیو ځوانانو په منځ کې له تنباکو څخه د ګټې اخیستو په اړه سروې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG