د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: د افغانستان تر ټولو مهمه اړتیا نغدې پیسې دي


د سور صلیب نښه
د سور صلیب نښه

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر وایي افغانستان په داسې حال کې د بشري ناورین په درشل کې دی چې خیریه موسسې هڅه کوي ډاکټرانو او نرسانو ته د معاشونو د ورکولو لاره پیداکړي، ځکه د دوی بانکي حسابونو ته پیسې نشي لېږلی.

تیره اونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خبرداری ورکړی و چې افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ کېدونکی دی او بد اقتصادي وضعیت به د افراطیت له ودې سره مرسته وکړي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د افغانستان د ۴۰ میلیونه نفوس شاخوا ۶۰ په سلو کې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي او دغه ستونزه ښايي په ژمي کې نوره هم سخته شي.

سورصلیب چې له شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، افغانستان ته نغدې پیسې وروړي په افغانیو یې بدلوي او خپلو افغان کارکونکو ته معاش ورکوي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه دغه کار د امریکا د مالیې د وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول د ادارې په منظورۍ سره د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د یوه جلا تړون له لارې ترسره کوي په کوم کې چې پیسې د طالب چارواکو پرځای مستقیمآ د سره صلیب د کمیټې له لارې طبي کارکونکو ته ورکول کیږي.

ښاغلي ماریر وویل:" راځئ له یاده ونه باسو چې د ډاکټرانو، نرسانو، د ابو رسولو د سیستم د کارکونکو او د برق د سیستم د کارکونکو ډیر شمیر کارکونکي، هماغه پخواني کارکونکي دي. یواځې مشرتابه بدل شوی دی."

د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ شو.

طالب چارواکو په دې وروستیو کې په بهرنیو اسعارو هرډول راکړه ورکړه بنده کړېده‌ او د امریکا له کانګرس څخه یې غوښتي دي چې په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي چې د دوی حکومت وکولی شي د ښوونکو، نرسانو، ډاکټرانو او نورو مامورینو معاشونه ورکړي. امریکا د افغانستان د مرکزي بانک نهه اعشاریه پنځه میلیارده ډالره شتمني کنګل کړېده.

ښاغلی ماریر وايي بشري سازمانونه د افغانستان د اقتصاد د پاشل کېدو ستونزه نشی حل کولی، هغه زیاتوي د دغې ستونزې د حل لپاره په کار ده چې د یوه تړون له مخې دغه هیواد ته نغدې پیسې ورکړل شي، هغه وايي دغه کار د طالبانو د حکومت له په رسمیت پیژندلو پرته هم کېدلی شي.

په افغانستان کې د سره صلیب بودیجه په ۲۰۲۲ کال کې له ۹۵ میلیون ډالرو څخه ۱۶۳ میلیون ډالرو ته زیاته شوېده.

ښاغلي ماریر وویل، په افغانستان کې موجودې وچکالۍ ته په کتو سره، ښايي د دغه هیواد خلک له لوږې سره مخامخ شي ځکه له یوې خوا اقتصاد ټکنی دی او له بلې خوا کرکیله او د خوراکي توکو تولید وچکالۍ اغیزمن کړی دی. خو د افغانستان تر ټولو مهم بحران د مامورینو د معاشونو ورکول دي. د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ نومبر ۲۰ ( لړم ۲۹) اعلان وکړ چې د مامورینو د تیرو دریو میاشتو معاشونه به ورکړي.

هغه وویل: "کوم خلک چې کافي خواړه نه خوري، ناروغیږي، که د روغتیا سیستم له دغه حساس حالت سره مقابله ونشي کولی، دا بیا بله ستونزه ده، زه د خوړو، روغتیا، د اوبو د سیستم ، برېښنا او پوهنې د سیستمونو ترمنځ د اتصال موضوع ته اندېښمن یم،‌ځکه دغه سیستمونه په یوبل پورې تړلي دي."

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر د سپټمبر په میاشت کې کندهار ته سفر کړی و او له ملابرادر سره یې کتلي و.

ښاغلي ماریر وویل له ملابرادر سره د کتنې پرمهال یې د طالبانو په زندانونو کې له بندیانو سره د سره صلیب د کارکونکو د لیدنو موضوع مطرح کړه چې طالبانو یې غوښتنه ومنله.

د سره صلیب نړیواله کمیټه له دیرشو کلونو راهیسې په افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره په همغږۍ کې کار کوي.

سور صلیب په افغانستان کې شاوخوا ۱۸۰۰ کارکونکي لري چې تقریباً ټول افغانان دي.

XS
SM
MD
LG