د لاس رسي وړ اتصالات

جاپاني څېړونکو په بامیانو کې د بودا یو تخریب شوی انځور بیرته رغولی دی


Budha Mural
Budha Mural

جاپاني څېړونکو د افغانستان د بامیانو په ولایت کې د بودا له لویو مجسمو سره په دیوال باندې د بودا یو لوی انځور چې د مجسمو له تخریبولو سره له منځه تللی و، په مصنوعي یا کلون بڼې بیرته جوړ کړی دی.

دوی وايي دغه انځور یې د شاخوا سلو هغو عکسونو څخه په ګټې اخیستو، جوړ کړی چې د طالبانو له خوا د بودا د مجسمو او دغه انځور له نړولو مخکې ورڅخه اخیستل شوي و.

جاپاني څېړونکي وايي د دودیزو او ډیجیټلي تخنیکونو په کارولو سره د بودا د یوه لوی تخریب شوی انځور ، مصنوعي یا کلون بڼه جوړه کړېده.

جاپاني څېړونکو د درې کلونو په موده کې وکولی شول چې په اومې عیسوي پیړۍ پورې اړوند په سمڅه کې اصلي انځورګرۍ ته ورته انځور جوړ کړي او د روان کال د سپټمبر او اکټوبر په میاشتو کې یې د ټوکیو په یوه موزیم کې نندارې ته وړاندې کړي.

د بامیانو د سمڅې انځورګرۍ ته ورته شپږ متره اوږد او درې متره لوړ انځور چې د سوپر کلون په نامه نومول شوی د ټوکویو د پوهنتون د هنرونو د پوهنځي د څېړونکو د ټیم له خوا جوړشوی.

د اروپايي او اسیايي لرغونو میراثونو د ساتنې متخصص تاکاشي انوو وویل: "د اصلي انځور ډیر عکسونه له بیلابیلو زاویو اخیستل شوي دي.مونږ همدغه عکسونه په ډیجیټل بڼې له سره ، سره تنظیم کړل او د اصلي انځور درې بعدي،‌ نقلي نمونه مو ورڅخه جوړه کړه. البته دغه کار مو له سمڅې څخه د اخیستل شویو اندازو په مرسته هم وکړ."

چاپان له افغانستان سره لوی مرسته کوونکی هیواد و، له ډیر وخت راهیسې د بامیانو په ولایت کې د لرغونو آثارو د ساتنې په پروژو کار کوي، دغه ولایت د لرغونو تمدنونو او د جاپاني بودیزم د پیدایښت مرکز بلل کیږي.

د لرغونپوهانو یوه ټیم ، له ویجاړېدو مخکې د دغه انځور شاوخوا ۱۰۰ اخیستل شوي عکسونه په ډیجیټلي بڼې پروسس کړل چې د سطحې، یوه کمپیوټري نمونه یې ورڅخه جوړه کړي. له هغه وروسته یې دغه ډیټا یا معلومات کمپیوټر ته ورکړل چې د انځور دقیق شکل رامنځته کړي او له هغه وروسته هنرمندانو د اصلي انځور لاجوردي رنګ ته ورته، رنګ ورکړ.

ښاغلی انوو وویل:"د دې پروسې له لارې مونږ داسې‌ ډیزاینونه جوړولی شو چې اصلي انځورونو ته ډیر نږدې وي او په دې طریقې مونږ دغه فرهنګي میراثونه راتلونکو نسلونو ته ساتو. راځئ چې‌ د فرهنګي میراثونو تخریب بند کړو او ټول یې په ګډه ساتنه وکړو."

کله چې د اګست په میاشت کې طالبان د دوهم ځل لپاره په افغانستان باندې حاکم شول، ویره پیداشوه چې دوی به د خپل تیر دور په شان لرغوني آثار له منځه یوسي، خو د طالبانو اوسنی حکومت ټینګار کوي، چې دوی به د لرغونو آثارو د تخریب مخه ونیسي او ساتنه به یې وکړي.

د افغانستان د تاریخ جاپانی تاریخپوه کاساکو مایدا وايي د افغانستان د فرهنګ یو ښه والی دادی چې یوناني، ایراني او هندي فرهنګونه په کې مخلوط شویدي.

ښاغلی مایدا وویل:"د افغانستان د فرهنګ یوه په زړه پورې برخه د دغه فرهنګ هغه وړتیا ده چې یوناني، ایراني او هندي فرهنګونه یې سره مخلوط کړیدي، په دې توګه مونږ ته دا را زده کوي چې یو فرهنګ څومره متنوع کیدلی شي. دغه یې مهم ټکی دی."

د فرانسې د خبري آژانس خبریالان وايي بامیانو ته یې په خپل وروستي سفر کې ولیدل چې طالبان د بودا د تخریب شویو مجسمو له سیمې ساتنه کوي. او په بامیانو کې د یونیسکو په مالي مرسته د ۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د یوه موزیم او فرهنګي مرکز د جوړولو کار دوام لري.


XS
SM
MD
LG