د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو: امریکا ته د افغانانو د انتقال پروسه روانه ده


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، وايي چې امریکا ته په شرایطو د برابرو افغانانو د تشخیص او انتقال پروسه نه ده بنده شوې.

مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۰ (ثور۳۰) د متحدو ایالتونو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې په یوې استماعیه غونډه کې د مهاجرت د ځانګړې ویزې لرونکي (SIV) افغانانو په اړه وپوښتل شو.

هغه وویل: «د ارزونې په بهیر کې، چې مخکې ترې کار اخیستل کېده، ځینې نیمګړتیاوې وې چې موږ یې په اړه اندېښنه لرو.»

نوموړي امریکا ته د افغانانو د انتقال د ځنډ په اړه وویل: «ځینې مسائیل چې له یو بل سره ګډ شوي، دا دي چې ایا د ویزې له صادرولو وروسته، د هغوی د الوتکې مصرف هم موږ ورکوو، یا دا چې ایا هغوی په خپله دغه هېواد ته د راتلو امکانات برابروي.»

روبیو ټېنګار وکړ چې د انتقال پروسه روانه ده او زیاته یې کړه «پوهېږم چې اوس د قناعت وړ نده، خو یقینآ چې زیات مسائیل روان» دي.

د افغان ایوک د بنسټ د مشر شان وندایور د معلوماتو په اساس، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې نیولې تر ۲۰۲۴ کال پورې څه باندې ۱۸۰زره افغانان متحده ایالتونو ته انتقال شوي دي.

خو لا هم زرګونه نور افغانان، چې امریکا ته د راتګ لپاره په شرایطو برابر دي، په افغانستان او نورو هېوادونو کې منتظر دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG