د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او هندي دیني علماء: افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده


د افغانستان او هند دیني علماو پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ کړی چې د سولې ټینګېدو په اړه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د افغانستان او هند دیني علماو پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ کړی چې د سولې ټینګېدو په اړه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د افغانستان او هند دیني علماو په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع او د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې بللې ده.

دغو دیني علماء ویلي چې د طالبانو لخوا د عام المنفعه تاسیساتو ورانول توجیه نه لري او په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو اړخونو د اوربند غږ کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د «افغانستان او هندوستان د دیني علماو لومړۍ ناسته» تېره چهارشنبه ډسمبر ۱۰مه د نوي ډهلي «په اسلامي کلتوري مرکز» کې تر سره شوې ده.

د وزارت په اعلامیه کې د دواړو هیوادونو د دیني علماو له قوله ویل شوي: "د افغانستان دولت او خلکو پر وړاندې د جګړې او تاوتریخوالي اصلي عاملین طالبان دي، د طالبانو لخوا د ټولګټو ملي بنسټونو او ملکي مراکزو ویجاړول د اسلام سپیڅلي دین له لارښوونو سره په ټکر کې او له همدې امله ناروا او هیڅ دیني جواز نه لري."

د افغانستان او هند دیني علماو پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ کړی چې د سولې ټینګېدو په اړه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په یاده ګډه اعلامیه کې راغلي چې افغان او هندي علماء د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ننګه کوي او همدارنګه یې ټینګار کړی چې د سولې په خبرو کې دي د تیرو ۱۹ کلونو پرمختګونه خوندي شي.

هند له افغانستان سره د سترو مرسته کوونکو هیوادونو څخه دی او تر دا مهاله په افغانستان کې د اوبو د څو بندونو جوړولو ترڅنګ یو شمېر نورو تاسیساتو کې پراخه پانګونه کړې ده.

دغه هیواد له افغانستان سره په پوځي برخه کې هم ګڼې مرستې کړي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د افغانستان او هند د یني علماو د ګډې اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه هڅې زیاتې شوي دي. ټاکل شوې د روانې جنورۍ میاشتې پر پنځمه نېټه په دوحه کې دوهم پړاو بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

XS
SM
MD
LG