د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: د پخوانیو پوځیانو نیول، شکنجه او وژنه لاهم ادامه لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وایي چې د پخوانیو پوځیانو او حکومتي چارواکو نیول، شکنجه او وژنه لاهم ادامه لري.

یوناما د سه شنبې په ورځ (د مې ۱۲مه)، د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې په افغانستان کې د بشری حقونو پر وضعیت راپور خپور کړ.

دغه راپور وايي، د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر ۳۱ پورې، د یوناما د بشری حقونو څانګې د پخواني حکومت د لږ تر لږه پنځو سرتیرو وژنه ثبت او د ۲۳ خپلسري توقیف قضیې، ۹ د پوځي پرسونل او د پخواني افغان حکومت غړو د شکنجې او ناوړه چلند پېښې ثبت کړي دي.

د یوناما راپور د ښځو پر ازاد تګ راتګ د محدودیت په برخه کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې محتسبینو کړنې مستندې کړي چې پکې د لوې څادر پرسر کول او نورو مواردو باندي د ښځو توقیف کول شامل دي.

د طالبانو تر دې دمه د یوناما د راپور په اړه څه نه دی ویلي، خو مخکې یې څو ځله ویلي چې افغانې ښځې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې له خپلو حقونو برخمنې دي.

د طالبانو مشر، ملا هبت‌الله اخندزاده، د ۱۴۰۱ کال د ثور په میاشت کې په یوه فرمان کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته امر کړی و چې پر ښځو حجاب په جبري کړي..

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي چې کار، زده کړې او آزاد تگ راتگ پکې شامل دي

د رسنیو د آزادۍ په اړه، يوناما وویل چې په جنوری کې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو ملاتړ کوونکو له دریو پرته د نورو بنسټونو جوازونه لغوه کړل.

" د طالبان په حکومت کې هېڅ داسې اداره نشته چې رسنۍ ورته د خپرونو د ځنډولو په خاطرشکایت وکړی

د نجونو د زده کړو په اړه یوناما پخپل راپور کې لیکلي نوې تعلیمي کال په مارچ کې پیل شو خو د شپږم ټولکي نه پورته د نجونو او میرمنو پر زده کړو بندیز په پر له پسې پنځم کال ته داخل شو.

یوناما د یونسکو د معلوماتو له مخې لیکلي چې له ٢٠٢١ کال رااهیسې ٢،٢ میلیونه نجونې او ښځې له منځنیو او لوړو زده کړو منع شوي.

راپور وايي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې، طالبانو لږ تر لږه ۳۱۲ کسانو ته، چې ۳۹ ښځې پکې وې، بدنی سزا ورکړې ده.

د همدې راپور په یوې بلې برخې کې ویل شوي چې د روان کال د جنوری له ۱ څخه تر مارچ ۳۱ پورې، ۳۷۲ افغان ملکي وګړي د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو له امله وژل شوي دي.

رپوټ وايي: "یوناما ټولټال ۹۵ پېښې ثبت کړي، چې ۹۴ یې د پاکستانی امنیتی ځواکونو او یوه یې د افغانستان د واکمنو امنیتی ځواکونو ته منسوبې شوې دي."

د افغان ملکی وګړو د تلفاتو د مخنیوی لپاره، یوناما د پاکستان حکومت ته مشوره ورکړې چې د نړیوالو بشری قوانینو له مخې خپلو مکلفیتونو ته وفادار پاتې شي او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د ملکی ځایونو په شاوخوا کې د امنیتی چیک پوستونو جوړولو او جګړو څخه ډډه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG