د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت د زمري پیکان د نیول کېدو خبر ورکړ


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ځواکونو لخوا د پولیسو د عامه نظم د پخواني قوماندان زمري پیکان نیول کېدل تائید کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږې۲مه) امریکا غږ ته وویل چې ښاغلی پیکان نن سهار د ملي امنیت ځواکونو لخوا په کابل ښار کې نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت دغه پخوانی جنرال د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر میاشت کې له نهو تنو نورو کسانو سره "په قتل کې د ګډون، له دندې څخه د ناوړه استفادې، له خپلو حد او حدود څخه د تجاوز په تور" له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ابتدايي محکمې لخوا علني محاکمه شوی و.

د دې سره سره چې ښاغلي پیکان د قتل په قضیه کې د "لازمو دلایلو" د نشتوالي له امله برائت تر لاسه کړی و، خو هغه د عسکري جرایمو قانون د ۴۲ مادې او اجراات جزايي قانون د ۹۰۲ مادې په اساس په غیابي ډول په اته کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شوی و.

تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني هم د دغه هیواد له امنیتي ځواکونو څخه غوښتي و چې ژر تر ژره زمري پیکان چې په اداري فساد تورن دی ونیسي او قانون ته یې وسپاري.

ښاغلي غني تېرکال له اداري فساد سره د مبارزې په اړه کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د عدلي او قضايي مرکز امر باید له هر ډول ځنډ پرته پلې شي او زیاته یې کړه چې د جنرال پیکان نه نیول کېدو د افغانستان شهرت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

XS
SM
MD
LG