د لاس رسي وړ اتصالات

د علي‌ پور وسله والو د افغان پوځ الوتکه وېشتلې ـ دفاع وزارت


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي د دوی د څېړنو له مخې د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان پوځ هلیکوپټر د علي‌پور اړوند وسله والو لخوا ویشتل شوې ده.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن شنبه مارچ ۲۰(کب ۳۰) امریکا غږ ته وویل: "د دفاع وزارت څېړنې او لاسته راغلي اسناد او مدارک ښيي چې د هوايي قواو هیلکوپټر په بهسود ولسوالۍ کې د علي‌پور اړوند وسله والو لخوا هدف ګرځول شوې ده.دفاع وزارت په دغه پېښه کې د خپلو شهیدانو غچ په هره بیه چې وي اخلي او عاملین به یې نسکور کړي."

فواد په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه هم لیکلي.

خپله د غیر مسؤله وسله والو قوماندان علي پور تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یاده پېښه کې د افغان پوځ د وژل شوو پیلوټانو له کورنیو سره نن په تیلیفوني خبرو کې یو ځل بیا د دغه پېښې پر غچ اخیستلو ټینګار کړی دی.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي: " د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو ورثې سره په تیلیفوني تماس کې جمهوررئیس د ټولو شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو غچ اخیستل کېږي او دغه جنایت د بښلو نه دی او بې پوښتنې نه پاتې کېږي."

درې شپې مخکې د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان پوځ د ۷۷۷ لوا د یو هلیکوپټر لوېدو په پېښه کې نهه افغان منسوبین ووژل شول چې څلور تنه یې پيلوټان وو.

افغان ولسمشر هم تر دې مخکې ویلي وو چې د یادې پېښې عاملینو ته به سخته سزا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې میاشتې پر لسمه نیټه په بهسود ولسوالۍ کې د لاریون پر مهال ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG