د لاس رسي وړ اتصالات

میاخېل: د بهسود ولسوالۍ د پېښې عاملین به سخت مجازات شي


یادې هلیکوپټرې وړمه شپه سقوط وکړ
یادې هلیکوپټرې وړمه شپه سقوط وکړ

د افغانستان د دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل وايي د میدان وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ د پېښې عاملین به سخت مجازات شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن جمعه مارچ ۱۹(کب ۲۹) د افغان قواوو د څلورو تنو پیلوټانو د جنازو مراسمو کې کړي دي.

وړمه شپه د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان هوايي قوا د ۷۷۷ لوا MI-17 هلیکوپټرې د لوېدو په پېښه کې نهه افغان منسوبین ووژل شول چې څلور یې پیلوټان و.

د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیاء هم ویلي چې د میدان وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ پېښه به بېځوابه پاتې نشي.

هغه هم نن جمعه د افغان قواو د څلورو تنو پیلوټانو د جنازې مراسمو کې ویلي: "هغه کسانو چې تېره شپه د مېدان وردګو ولایت بهسود ولسوالۍ کې د افغانستان ریښتیني بچیان او زموږ همسنګران یې شهید کړل، د دغې قضیې څرنګوالي په تړاو جدي څېړل کیږي او بې ځوابه به پاتې نه شي هرهغه څوک چې د افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي، د یو دښمن په څېر ورسره چلند او ځپل کیږي."

تر اوسه د دغې هلیکوپټرې د لویدو لامل څرګند شوی نه دی، خو د دفاع وزارت د یاند مرستیال تیره ورځ وویل چې په اړه یې څیړنې پیل شوې دي.

تر دا مهاله د دغه هلیکوپټرې د سقوط مسؤلیت د وسله والو طالبانو په ګډون هیڅ یوې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG