د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل شکر دره ولسوالي له طالبانو نه پاکه شوه ـ دفاع وزارت


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کابل ولايت د شکر درې ولسوالۍ ټول کلي او سيمې له وسله والو طالبانو څخه پاکې کړې دي.

دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اګست ۱۷مه (زمري ۲۷مه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې عملیات د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا تر سره شوي دي.

د دفاع وزارت په وینا په دې عملياتو کې، ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د يو قوماندان په ګډون ٢ تنه ټپيان شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي: "د دښمن، ٢۵ تنه جنګيالې د ٣ تنو سرګروپانو په ګډون يي چې د هېواد له نورو سيمو شکر درې ته د ترهګرۍ او وحشت په موخه راغلي وو، ونيول شول."

دفاع وزارت زیاته کړې چې په يادو عملياتو کې ګڼ شمير وسلې او مهمات د دفاعي او امنيتي ملي ځواکون لاسته هم ورغلي دي.

افغان ځواکونه د کابل شکر درې ولسوالۍ کې.
افغان ځواکونه د کابل شکر درې ولسوالۍ کې.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

شکر د کابل په شمال کې د افغانستان پلازمینې ته نژدې پرته ولسوالۍ ده چې تر دې مخکې هم ورڅخه د ناامنیو راپورونه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د حکومت د مذاکراتي پلاوي یوه غړې فوزیه کوفي هم د کابل یوې بلې شمالي ولسوالۍ قرباغ کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې ټپي شوه.

XS
SM
MD
LG