د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل شکر دره کې د نجونو یو ښوونځی سوځول شوی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د «زمري میاشتې پر۲۹مه»د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی دی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د سې شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې وسله والو کسانو د «بویه زار» په نوم د نجونو دغه ښوونځی د شپې پر یوه بجه او ۲۰ دقیقې سوځولی چې زیاتې برخې تخریب شوي دي.

هغه وویل:"طالبانو د دغه ښوونځي ساتونکي تړلي و، وروسته یې دغه ښوونځی سوځلی دی، په دغه پېښه کې کوم چاته زیان نه دی رسېدلی."

خو وسله والو طالبانو بیا د ښوونځي سوځولو په اړه د افغانستان د کورنیو چارو زارت دغه ادعا بې اساسه بللې او د دغه ښوونځي په سوځولو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت هم د یاد ښوونځي د سوځولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغه وزارت ویاندې نوریه نزهت نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل، چې په دې اړه یې له امنیتي ارګانونو سره په ګډه څېړنې پيل کړي، تر څو معلومه شي چې یاد ښوونځی د چا لخوا سوځول شوی، چې عاملین به یې تر نیولو وروسته د قانون منګلو ته وسپارل شي.

نوموړې زیاته کړه:"له لومړي ټولګي څخه بیا تر ۱۲ ټولګي پورې ۷۰۰ نجونو په دغه ښوونځي کې زده کړې کولې، په دغه ښوونځي کې د زده کړو بهیر درېدلی، کورنیو تر یادې پېښې وروسته خپل اولادونه ښوونځي ته له تګ څخه بند کړي دي."

د پوهنې وزارت وايي، د دې لپاره چې د یاد ښوونځي زده کوونکي له زده کړو څخه محروم نشي، د یاد ښوونځي د بېرته رغولو هڅې پيل کړي دي.

تر دا مهاله بلې وسله والې ډلې هم د دغه ښوونځي د سوځولو مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نا امنیو له امله ګڼ شمېر ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بند دي.

XS
SM
MD
LG