د لاس رسي وړ اتصالات

والي: افغان امنیتي ځواکونه د غور له درې ولسوالیو وتلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د غور سیمه ییز چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونه د دغه ولایت له تیوره، پسابند او چارسده ولسوالیو څخه وتلي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې د طالبانو تر پراخو بریدونو وروسته افغان ځواکونو د دغه ولسوالیو له مرکزونو څخه تکتیکي شاتګ کړی دی.

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده نن چهارشنبه جولای ۱۴(چنګاښ ۲۳) وویل چې وسله والو طالبانو د خلکو له کورونو څخه د سنګر په توګه استفاده کوله چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره افغان ځواکونه له دغه ولسوالیو څخه ووتل.

نوموړي زیاته کړه چې د جګړې پرمهال لسګونو وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې یاد نه کړ.

وسله والو طالبانو هم په دغه نښتو کې د افغان سرتیرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

دا مهال د غور له لسو ولسوالیو څخه اته یې د طالبانو لخوا نیول شوي او د مرکز په ګډون لعل سرجنګل او دولتیار ولسوالۍ د افغان حکومت په کنټرول کې دي.

XS
SM
MD
LG