د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال په افغانستان کې ۳۲۷ زره کسان بې‌ ځایه شوي – اوچا


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې ۳۲۷زره افغانان له خپلو اصلي سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي.

اوچا په یو راپور کې ویلي چې دغه شمیر افغانان د جګړو او طبیعي پېښو له کبله د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د اوچا په راپور کې راغلي: "اکثره دغه کسان په ټول افغانستان کې بې‌ځایه شوي دي، ځکه چې جګړه او بې‌وزلي خپلو سیمو ته د هغوی د بېرته ستنېدو په وړاندې خنډ کېږي".

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله د بې‌ځایه شویو افغانانو د شمیر له زیاتوالي سره بشري مرستو ته د اړتیا کچه هم لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د دغه شمیر بې‌ځایه شویو افغانانو ۵۹ سلنه ماشومان، ۲۱سلنه ښځې او ۲۰سلنه نارینه دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې تر ټولو زیات کسان د افغانستان په ختیځ کنړ او ننګرهار او بغلان ولایتونو کې بې‌ځایه شوي دي.

بل خوا طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ارزونې ښيي چې سږکال د ژمي په موسم کې د افغانستان ۲۵ ولایتونه به د طبیعي پېښو له لوړو، منځنیو او ټیټو ګواښونو سره مخامخ شي.

د دغه وزارت ویاند تمیم عظیمي امریکا غږ ته وویل چې د وزارت د ارزونو له مخې د بادغیس، غور، دایکندي، بامیان او پروان په ګډون د افغانستان اته ولایتونه د طبیعي پېښو تر ټولو لوړ ګواښ سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړه: "د ټول هېواد په کچه څه باندې اوه ملیونه کسان د زیانمننې له لوړ ګواښ سره مخامخ دي چې له دې شمېرې د کټګورۍ په اساس د یو میلیون او ۲۰۰زره تنو د زیانمننې کچه خورا لوړه ده، دغه کسان په هغو اتو ولایتونو کې دي چې په لومړۍ کټګورۍ کې ځای لري".

ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې د زیانمننې کچې د راټیټولو لپاره له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ولایتي کمېټو له خوا د پراختیايي پروژو پر تطبیق او تحکیماتو باندې کار دوام لري او یو شمیر بیړنۍ پروژې وارله مخه تطبیق شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په ژمي کې طبیعي پېښو ته رسېدو لپاره کابو درې میلیارده افغانۍ بودجه په واک کې لري او دغه وزارت هڅه کوي چې په دې برخه کې د مدیریت یو ملي سیستم رامنځ ته کړي.

ټاکل شوې چې دغه وزارت د افغانستان په اتو زونونو کې اړمنو کسانو ته د مرستې رسونې په برخه کې خپل ژمنی پلان هم تطبیق کړي.

XS
SM
MD
LG