د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: افغان ځواکونو ارزګان او غور کې له دوو ولسوالیو 'تکتیکي شاتګ' کړی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د اروزګان په دریو ولسوالیو باند د وسله والو طالبانو په ډله ییز برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد تائید کړه چې افغان ځواکونو په بشپړه توګه له ګیزاب ولسوالۍ څخه تکتیکي شا تک کړی دی.

نوموړي نن دوشنبه جون اوومه (غبرګولې ۱۷) امریکا غږ ته وويل: "د ګیزاب په اړه زموږ تول امنیتي سرتېرو تکتیکي شا تګ کړی هلته دوی ټول د ټپیانو په شمول یو امن سیمي ته رسیدلي یو فرد نه اسیر شوی نه تسلیم شوی بلکي روغ رمټ امنیتي ساحې ته رسیدلي."

والي همدارنګه وویل چې د دغه ولایت پر چورې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ډله ییز بریدونو کې څلور افغان سرتېري او ۱۵ وسله وال هم وژل شوي دي.

ده وويل: "تېره شپه پر چوره ولسوالۍ وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله وکړه چې زموږ قواوو يې پر وړاندي مقاومت وکړ..... په جګړه کې څلور تنه د ګډو قواوو سرتېري وژل شوي او اووه نور يې ټپیان شوي، دغه راز ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور يې ټپیان شوي. موږ چمتوالی نیسو چې تازه دمه قواوو سیمې ته ورسیږي."

د ګیزاب او چورې د جګړو تر څنګ تېره شپه پر چنارتو ولسوالۍ هم وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي چي د چارواکو په وینا پر شا تمبول شوي.

افغان ځواکونو د غور له شهرک ولسوالۍ تکتیکي شاتګ کړی

د غور سیمه ییز چارواکي وايي افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو تر پراخو بریدونو وروسته د دغه ولایت له شهرک ولسوالۍ څخه «تکتیکي» شا تګ کړی دی.

دغور والي عبدالظاهر فیض زاده نن دوشنبه جون اوومه (غبرګولې ۱۷) امریکا غږ ته وویل چې دغه کار ملکي وګړو او افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې رسېدو د مخنیوي په هدف شوی دی.

د امنیتي سرتېرو په وتلو سره طالبانو ددغه ولسوالۍ ودانۍ نیولې ده. د غور والي په وینا افغان ځواکونه اوس مهال د یادې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د پوځي عملیاتو پر پلان کار کوي.

د نوموړي په وینا په دغې ولسوالۍ کې د تېرې ورځې په نښتو کې اووه افغان سرتېري او ۱۸ طالبان وژل شوي او درې افغان سرتیري او ۲۴ تنه طالبان ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغه دواړو پېښو په اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG