د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سرتيري د جوزجان له درزاب ولسوالۍ نه وتلي ـ چارواکي


د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، افغان امنیتي سرتیري شرایطو ته په کتو د دغه ولایت له درزاب ولسوالۍ څخه په تخنیکي ډول وتلي دي.

د والي ویاند عبدالمعروف اذر د سې شنبې په ورځ د «مرغومې پر۱۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې افغان سرتېرو د هوا سړېدو او ځینو نورو ستونزو له امله دغه پرېکړه کړې ده.

هغه وویل:"د ژمې د سړې هوا رارسېدو او په ځمکه کې د ښخ شوو ماینونو له امله چې زموږ امنیتي سرتیري به یې خنثی کړي، خو په تخنیکي توګه د میمنې ښار ته انتقال شوي دي."

خو په سیمه کې یو سیمه ییز چارواکي د نوم خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې یاده ولسوالۍ د طالبانو لخوا نیول شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي، چې یوازې د درزاب ولسوالۍ په «تپه انتن» سیمه کې د ملي اردو یو مرکز د هوا سړېدو له امله د دغه ولسوالۍ یوې بلې سیمې ته انتقال شوی دی.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي: "د دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه نوې اډه له جغرافيايي او استراتيژيک پلوه له پخواني موقعيته په ښه او موثر محل کې شتون لري."

دفاع وزارت نه دي ویلي، چې دغه مرکز کومې سیمې ته انتقال شوی دی.

په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو هم ویلي، چې افغان سرتېرو ته د اکمالاتو ښه رسېدو په هدف د یاد مرکز په موقعیت کې تغیر راغلی دی.

د دغه قول اردو ویاند حنیف رضايي امریکا غږ ته وویل:"زموږ سرتېري د انتن له امنیتي مرکز څخه د دغه ولسوالۍ بلې سیمې ته انتقال شوي دي، ولسوالي طالبانو نه ده نیولې."

مخکې د دغه ولسوالۍ امنیتي چارې د ملي اردو، ملي پولیسو او سیمه ییزو پاڅونوالو په غاړه وې.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې، څومره امنیتي سرتېري له درزاب ولسوالۍ څخه وتلي دي.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

وړمه شپه د دغه ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې هم د طالبانو په برید کې ۱۴ حکومت پلوه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG