د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د جوزجان قوش تپه ولسوالي نیولې ـ ولایتي شورا


د جوزجان د ولایتي شورا غړي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت قوش تپه ولسوالۍ نیولې ده.

د دغه شورا منشي محمد شریف د «چنګاښ پر۱۱مه» امریکا غږ ته وویل، چې د یادي ولسوالۍ د سقوط پرمهال ۱۵۰ امنیتي او دفاعي سرتېري د طالبانو لخوا نیول شوي او یو شمېر نور وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:"بدبختانه تېره شپه لس بجې قوش تپې سقوط وکړ او یو شمېر امنیتي سرتېري تسلیم شوي هم دي او دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه طالبانو نیولې او ۱۵۰ ملي پولیس، سیمه ییز پاڅونوال او ملي اردو شاملي دي طالبانو ته تسلیم شوي کره معلومات نشته یو شمېر یې تر نیولو وروسته وژلي دي."

د جوزجان امنیتي چارواکي که څه هم د دغه ولسوالۍ د سقوط خبر نه هم رد او نه هم تائیدوي، خو وايي، چې له تېرې شپې یې د دغه ولسوالۍ له مرکز سره اړیکې پرې شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان واحد وجدان امریکا غږ ته وویل وویل:"له قوش ټپې ولسوالۍ سره د تېرې شپې له لسو بجو زموږ ټلیفوني اړیکه پرې شوې ده، موږ د ولسوالۍ سقوط نه هم رد او نه هم تائیدو، زموږ امنیتي سرتېري یوې او بلې خواته تللي دي، معلومه نه ده چې په کومه سیمه کې ځای پر ځای شي دي."

ښاغلي وجدان په دغه ولسوالۍ کې د تېرې شپې په نښته کې د رامنځته شوي مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات ورنه کړل.

طالبانو هم رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې وسله والو یې تېره شپه یاده ولسوالۍ نیولې او د ۱۰ پولیسو د وژلو، ۲۵ ټپي کولو او ۷۸ نورو د نیولو ادعا یې کړې ده.

قوش تپه ولسوالي د جوزجان د مرکز شبرغان په ۷۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې تر دې مخکې هم د وسله والو نښتو راپورونه ورڅخه ورکړل شوي دي.

دغه ولسوالۍ پر داسې مهال د طالبانو لاسته لوېږي چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم نن سې شنبې دغه ولایت ته سفر کړی دی.

XS
SM
MD
LG