د لاس رسي وړ اتصالات

په نړیوالو لوبو کې د آشي هارا کاراتې ملي لوبډله ګډون


د آشي هارا کاراتې ملي لوبډله د تمرین په وخت
د آشي هارا کاراتې ملي لوبډله د تمرین په وخت

د آشي هارا کاراتې فدراسیون وايي تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د آشي هارا کاراتې د نړیوالو سیالیو په څلورم پړاو کې د افغان ملي لوبډلې نهه لوبغاړي او یو تن هیت گډون کوي چې په هنګري کې ترسره کیدونکې دي.

د کاراتې روزنکی وحید احمد جویا امریکا غږ ته وویل چې دوی له تیرو دریو میاشتو راهیسې په کابل کې خپل تمرینونه پیل کړي دي او لوبغاړي به په لوړ مرال سره په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

ښاغلی جویا وايي په نړیوالو سیالیو کې د نړۍ نږدې ۵۰ هیوادونو ته بلنه ورکړل شوې ده او افغان لوبغاړي به د تیر په شان د خپلو بهرنیو سیالانو پروړاندې ولوبیږي.

هغه وایي "څو میاشتې کیږي چې د افغانستان د آشي هارا کاراتې ملي لوبډلې دغو سیالیو ته چمتوالی نیولی دی، تمه لرو چې انشاالله په نړیواله کچه چې اوس په دریم مقام لرو ، دویم او یا هم لومړی مقام وګټو".

په ورته وخت کې د عبدالناصر جبیب په نوم یو لوبغاړي امریکا غږ ته وویل چې دوی هره ورځ سهار او ماښام تمرین کوي او هیله من دي چې وکولای شي ډک لاس هیواد ته راستانه شي.

د هغه په وینا لکه څنګه چې لازمه څوک یې په دننه افغانستان کې ملاتړ نه کوي ، خو دوی د خپل هیواد د بیرق رپولو په هدف په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

حبیب وايي "یوه میاشت کېږي چې موږ قرنطین یو او هره ورځ سهار او ماښام تمرین کوو ، کومه ستونزه نه لرو ، خو د بدني روزنې د ریاست لخوا مو سم ملاتړ نه کیږي انشاالله زموږ ټیم به ډک لاس هیواد ته راستون شي".

د یادولو وړ ده چې د آشي‌ هارا کاراتې لوبه اوس مهال په ۲۵ ولایتونو کې ترسره کیږي‌،‌ددغو لوبو فدراسیون وايي چې له ۲۰۰۶ میلادي کال څخه راپدېخوا یې په ګڼو نړیوالو سیالیو کې ۷۲ مډالونه ترلاسه کړي دي چې پکې د سرو زرو ، سپینو زرو او ژیړو مډالونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG