د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د افغان ښځو اوسنی وضعیت د اندېښنی وړ دی


افغان چارواکي وايي په افغانستان کې له ښځو سره د زور زیاتي او د هغوی حقوقي وضعیت ته په کتو د نافذه قوانینو بیا څیړلو او عامه پوهاوي ته جدي اړتیا ده.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان د څارنوالانو څلورم کنفرانس د پای په غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ناامنیو له امله تر ټولو زیاتې ستونزې ښځو ګاللي او اوس هم په کار، کورنۍ او ښوونیزو مرکزونو کې له تاوتریخوالي سره مخ کیږي.

اجرائیه په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت او د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل، چې ان په پوهنتونو کې د استادانو له خوا هم په ښځو باندې جنسي تیری کیږي او یا زورول کیږي.

ښاغلي عبدالله وویل "په دې برخه کې د ذهنیت بدلول زما په فکر یوه اساسي مسله ده او په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهای او د هغوی د ذهنیت بدلول هم اساسي مسله ده".

د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وویل، چې په افغانستان کې قوانین د ښځو او نارینه‌‌و پر وړاندې یو شان عملي کیږي او زیاته یې کړه چې ټولنیزو حساسیتونو ته کتو کله چې یوه ښځه لږ تر لږه د یوې شپې له بند وروسته بیرته خوشې کیږي هغه بیرته په خپل کور کې د کورنۍ د غړې په توګه نه منل کیږي.

ښاغلي حمیدي وویل "قوانینو ته باید روح ورکړو، قوانینو ته باید رڼې سترګې ورکړو، تر څو له دې لارې په یو مسلکي ظرفیت او توان سره وکولی شو عدالت تامین کړ او دغه راز قوانینو ته یو جنسیتي لید ورکړو، تر څو د تبعیض پر وړاندې سمه مبارزه ترسره شي".

له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر په دولتي ادارو کې د ښځو په وړاندې پر ناوړه چلند اندیښنه وښوده ویې ویل، چې کله یوه ښځه د خپل حق د غوښتلو لپاره دولتي ادارو ته مراجعه کوي، هغه د دویم ځل لپاره د تاوتریخوالي ښکار کیږی.

هغې وویل "فساد یوازې د رشوت اخستلو مسله نه ده، هغه څارنوال چې خپله ښځینه همکاره او یا هغه ښځه چې څارنوالۍ ته مراجعه کوي او ورته درناوی نه کیږي او وايي، دا ډیره ښکلې ده یو څو ورځې به یې وزورو، دا ډول کسان باید نور په څارنوالۍ کې و نه زغمل شی".

سیما سمر د نارینو فزیکي قوت، اقتصادي فقر، د اولادونو زیات زیږون، اقتصادي اتکا او ناوړه دودونه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لاملونه یاد کړل.

سیما سمر وویل، د افغانستان په لویې څارنوالۍ کې د ښځو شمیر خورا کم دی او د دې لپاره چې په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي، په کار ده چې د ښځینه څارنوالانو شمیر زیات شي.

XS
SM
MD
LG