دا کتاب، د دوه زره څوارلسم کال د امازون د نړیوالو کتابونو په بهترینو کتابونو کې یو مهم کتاب دی.
د کتاب لیکوال عطاالله ارعندیوال چې په ۱۹۸۰ کال کې امریکا ته مهاجر شوی دی، د دې کتاب یوه برخه د خپلو تجربو له مخې او درې نورې برخې یي د څېړنو په اساس لیکلي دي.
ښاغلي ارغندیوال په دې کتاب کې چې ۳۶۵ مخونه لري، مهاجرو ته د بریالیتوب عملي لارې ښودلي دي.
اوله نسخه یې داده چې مهاجر، په تېره بیا په امریکا کې او کاناډا کې هغه وخت د کامیابۍ لوړو پوړیو ته رسیدلی شي چې خپل وخت بې ځایه اوعبث تېر نه کړي.
دویمه نسخه یې داده چې مهاجر په دې ښه پوه شي چې باید، د خپل نوي ژوند بنسټ ښه پوخ کیږدي. ښاغلي ارغندیوال په دې کتاب کې مهاجرو ته د موفقیت ډیرې نورې لارې هم ښودلي دي.
لیکوال ارغندیوال د جمهور ریس اوباما هغه فرمان ستايي چې د لاتینې امریکا نژدې پنځو ملیونو غیر قانوني مهاجرو ته په موقتي ډول په امریکا کې د اوسېدلو او کار اجازه ورکوي، خو دی وایي دا ډېره ضروري ده چې هر مهاجر باید د اینده ژوند دپاره اقتصادي پلان ولري.
د نورو معلوماتو دپاره د محترم ارغندیوال سره د زیبا خادم مرکه دغلته اوریدلی شې.