د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې سیمه ییزې ټاکنې؛ دوه افغانان هم سیاليو کې ولاړ دي


 اصلان اسلام ترکمن او عزت سادات، دوه افغاني الاصله ترکانو چې د استانبول د زیتین بورنو او د بیلیکدوزو ولسوالیو د ښاروالۍ ریاست د ګټلو لپاره یې په خپلواکه توګه ځانونه نوماند کړي‌ دي.
اصلان اسلام ترکمن او عزت سادات، دوه افغاني الاصله ترکانو چې د استانبول د زیتین بورنو او د بیلیکدوزو ولسوالیو د ښاروالۍ ریاست د ګټلو لپاره یې په خپلواکه توګه ځانونه نوماند کړي‌ دي.

په ترکیه کې د سیمه ییزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره دوه افغاني الاصله ترکانو د استانبول د زیتین بورنو او د بیلیکدوزو ولسوالیو د ښاروالۍ ریاست د ګټلو لپاره په خپلواکه توګه ځانونه نوماند کړي‌ دي.‌

په ترکیه کې سیمه ییزې ټاکنې د روان میلادي کال مارچ په ۳۱ مه نېټه ترسره کیږي.

له دغو نوماندانو څخه یو هم ۵۳ کلن اصلان اسلام ترکمن دی. هغه د افغانستان په کندهار ولایت کې زېږېدلی او په ډېر کم عمر کې ترکیې ته کډوال شوی دی. هغه اوس د استانبول د زیتین بورنو په ولسوالۍ کې د ښاروالۍ ریاست ته نوماند دی.

د زیتین بورنو سیمه په ترکیه کې د کاریګرو طبقې او د اوزبیک، اویغورانو او افغانانو په ګډون د کډوالو یو شمیر ټولنو مرکز ګنل کیږي. ښاغلی ترکمن چې له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې پدغه سیمه کې ژوند کوي، ددغه سیمې د شاوخوا ۱۵ زره ترکمن او اوزبیک افغانانو او همدارنګه د قزاق او اویغوریانو پر ملاتړ تکیه لري.

هغه د امریکا غږ سره په مرکې کې وویل: "‌زما موخه دا نه ده چې د 'افغان ترک' په توګه یوازې د خلکو رایه ترلاسه کړم، بلکې زه دلته د خپلو ټولو خلکو د خدمت لپاره یم. زما لپاره یوازې ټبر او قوم لومړیتوب نه لري. زه خپل فعالیتونه په داسې ډول تنظیموم چې ټوله ټولنه ورڅخه ګټه پورته کړي.‌"

ښاغلي ترکمن وویل چې د خپل کمپاین پر مهال د توکمپالنې له کومې قضیې سره نه دی مخامخ شوی. هغه زیاته کړه: "زما موخه دلته په یووالي کې ژوند کول دي. ما هیڅکله نه دی لیدلی چې څوک راشي او داسې یو څه ووایی چې تاسو په اصل کې له دې ځایه نه یاست. خو ددې سره سره، ځینې هڅه کوي چې د داسې پروپاګند په کولو سره له خلکو څخه رایې ترلاسه کړي."

بلخوا ۳۶ کلن عزت سادات د استانبول ښار په بیلیکدوزو سیمه کې چې ګڼ شمېر افغان کډوال پکې مېشت دي، د ښاروالۍ لپاره نوماند دی.

سادات چې شل کاله مخکې د افغانستان له جوزجان ولايت څخه ترکيې ته کډوال شوى وايي، په ترکيه کې د مېشتو افغانانو پر وړاندې تبعيضي چال چلند کیږي. هغه وویل، چې موخه یې دا ده چې دلته دغه منفي مفکوره له منځه یوسي.

نوموړي‌ د امریکاغږ سره په مرکې کې وویل: "په ترکیه کې میشت افغانان یوازې هغه خلک نه دي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په ناقانونه توګه دلته راغلي دي. زه غواړم دا تصور مات کړم. "

ښاغلي سادات زیاته کړه: "په ترکيه کې داسې افغان سوداګر شته چې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې کسان یې په خپلو سوداګریو کې استخدام کړي دي. زه غواړم دا روښانه کړم، لکه څنګه چې یو شمېر ترکي وګړي په اروپايي هېوادونو لکه جرمني او سویس کې په سیاسي څوکیو کې دنده ترسره کوي، همدارنګه افغاني الاصله ترکي اتباع ددې هېواد لپاره ښه او اغیزمن خلک دي."

سادات وايي چې په ترکیه کې یې د کډوالۍ ضد احساسات او توکمپالنه تجربه کړې، خو په خبره یې، د کمپاین پر مهال خلکو ورته د ډاډ او ملاتړ ژمنه ورکړې ده.

خو د تیرو ټاکنو پایلو ته په کتو سره، په زیتین بورنو او بیلیکدوزو کې د ښاغلي سادات او ترکمن اسلام د ګټلو چانس کم دی، ځکه زیتین بورنو د واکمن عدالت او پراختیا ګوند قوي مرکز دی ، پداسې حال کې چې بیلیکدوزو له ۲۰۱۴م کال راهیسې د عدالت او پراختیا ګوند اصلي مخالف ګوند (سي ایچ پي) لخوا اداره کیږي.

په زیتین بورنو کې د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې د واکمن عدالت او پراختیا ګوند ۵۰.۴۲ سلنه رایي او په بیلیکدوزو کې د واکمن عدالت او پراختیا اصلي مخالف ګوند (سي ایچ پي) ۵۶.۳۳ سلنه رایې ترلاسه کړې وې.

د ترکیې د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په بهیرکې په ترکیه کې د افغانستان ۱۶۴۱۳۱ تنه اتباع اوسیدل او همدارنګه ددغه کال تر پایه نږدې ۱۳۰۶۸تنه نور افغان کډوالو دغه هېواد ته کډوال شوي دي.

بلخوا د کډوالو په چارو کې ترکیي مسؤلینو ویلي، چې ۶۸۶۸۷ تنه افغان کډوال ترکیې ته د ناقانونه مهاجرت له امله له دغه هیواد څخه ایستل شوي دي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG