د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د کابل د پرونۍ حملې اصلي مسؤلین طالبان دي


د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وايي، د کابل ښار د پرونۍ حملې اصلي مسؤلین وسله وال طالبان دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ د «مرغومې پر څلورمه» په کابل کې په یوې غونډې کې وویل که پر فواید عامې وزارت او د شهیدانو او معلولینو چارو پر معینیت د پرونۍ حملې مسؤلیت هر ډله په غاړه واخلي، خو د نوموړي په خبره مسؤلیت یې د طالبانو په غاړه دی.

هغه وویل: "دا چې اوس د دغه پېښې مسؤلیت د هر چا په غاړه وي، او یا یې د مسؤلیت اخیستلو اعلان وکړي، خو اصلي مسؤلین یې طالبان دي."

په کابل کې د پرونۍ پېښې د ځای انځور
په کابل کې د پرونۍ پېښې د ځای انځور

هغه وویل چې وسله وال طالبان د مخامخ خبرو جرأت نه‌لري خو وايي چې د «تروریستي» حملو جرأت لري.

مجروح: د کابل پروني برید کې ۴۳ تنه وژل شوي ۲۷ ټپیان دي

دا په داسې حال کې ده چې پرون دوشنبې د کابل ښار د ۱۶ امنیتي حوزې اړوند په زړو مکروریانو کې د فواید عامې وزارت او شهیدانو او معلولینو چارو پر معینیت په موټر بم چاودنه او ډله ییز برید کې د چارواکو په وینا ۴۳ تنه ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې د دغې پېښې اکثره قربانیان ملکي‌ دولتي‌ مامورین او دغو ادارو ته راغلي مراجعین دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال ډوې بیټلر بیا د طالبانو د ویاند دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ادعا کړې ده چې دغه برید طالبانو کړی دی.

دغه ویاند پر خپل ټوېټر لیکلي چې طالبان یوازې ګډوډي رامنځته کوي چې پایله یې د افغانانو وژنه ده.

هغه طالبانو ته ویلي چې پر خپل اعصابو باندې کنټرول راولي او له تروریستانو څخه لاس لاس واخلي.

"تاسو پخپلو وروستیو دوو بریدونو کې دیني عالمان او هغه کسان په نښه کړي چې د معیوبو ماشومانو لاس نیوی یې کاوه، ته خپل مسؤلیت نشې ردولای، دا ستا کار و او تاوتریخوالی پرېږده."

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر ویلي چې په کابل کې د دوشنبې ورځې برید د دغه ډلې کار نه و "د کابل د پرون ورځې برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پوري اړه نه لري."

تر دامهاله د دغه حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG