د لاس رسي وړ اتصالات

سرچینې: په افغانستان کې ماشومان له لوږي مړه شوي


یونیسف وايي چې د بد وضعیت بیه افغان ماشومان پرې کوي
یونیسف وايي چې د بد وضعیت بیه افغان ماشومان پرې کوي

له هغه وروسته چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې میلیونونه افغان ماشومانو د خوارځواکۍ (سوی تغذیې) له ګواښ سره مخامخ دي، نن شنبه اکتوبر دویمه (تلې۱۰) محلي او نړیوالو ادارو ویلي چې په افغانستان کې ماشومان له لوږې مري.

د غور په ولایت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا مشر ملا محمد احمدي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې په تېرو شپږو اوونیو کې ۱۷ ماشومان، چې د خوارځواکۍ له کبله روغتون کې بستر وو، مړه شوي دي.

ښاغلي احمدي وویل چې شاوخوا ۳۰۰ نور ماشومانو د لوږې له لاسه په بېلابېلو رنځونو اخته او په روغتونونو کې بستر دي او همدغه راز د افغانستان په نورو برخو کې هم سلګونه ماشومان له دغه وضعیت سره مخامخ دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونیسف) یو ویاند سلام الجنابي وویل چې د غور په ولایت کې د خوارځواکۍ له کبله د ماشومانو دغه مړینې تائیدولای نشي، مګر د روان بد وضعیت بیه ماشومان پرې کوي.

نوموړي وویل چې یونیسف خبر دی چې افغان ماشومان له لوږی سره مخامخ دي.

افغانستان تر دې مخکې هم له یو لړ ستونزو سره مخامخ و، خو د اګست په ۱۵ د طالبانو له راتګ وروسته اقتصادي بحران نور هم زیات شو.

له افغانستان سره نړیوالې بشري مرستې کمې شوې، وچکالي او بیکاري زیاته شوې ده او تر څنګ یې خوراکي مواد هم قیمت شوي‌ دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د روان کال تر پای پورې به نژدې یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ستونزو سره مخامخیږي، په داسې حال کې چې ۳.۳میلیون نور وار دمخه له دغې صحي ستونزې کړیږي.

د خوړو نړیوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۱ تر پای پورې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د خوراکي موادو د رسولو لپاره ۲۰۰ میلیون او د ۲۰۲۲ لومړیو دریو میاشتو کې ۳۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

ملګري ملتونه وايي دا مهال د افغانستان شاوخوا ۱۸میلیون وګړي بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG