د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اف پي: افغانستان کې یوازې پنځه فیصده کورنۍ کافي خواړه لري


یاد پروګرام ویلي چې په افغانستان افغانستان کې یوازې ۵ سلنه کورنۍ کافي خواړه لري
یاد پروګرام ویلي چې په افغانستان افغانستان کې یوازې ۵ سلنه کورنۍ کافي خواړه لري

د خوراک نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کې ۱۴ میلیون خلک په کافي اندازه خوراکي‌ مواد نلري.

د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) پخپل تازه راپور کې ویلي چې د تازه سروې له مخې په افغانستان کې یوازې پنځه سلنه کورنۍ کافي خواړه لري.

دغې ادارې زیاته کړې ده چې په ښار کې مېشتې لوستې کورنۍ هم د دندو له لاسه ورکولو، پیسو د نشتوالي او د خوراکي موادو د بیو لوړېدو له امله اغېزمن شوي دي.

په راپور راغلي چې دوه میلیون افغان ماشومان د خوراځواکۍ له جدي ګواښ سره هم مخامخ دي. د خوراک نړیوال پروګرام د معلوماتو په اساس په روانه سپټمبر میاشت کې د یاد پروګرام له لارې ۹۶۵۰۰۰ کسانو خوراکي مواد تر لاسه کړي دي.

راپور زیاتوي چې (WFP) خپلو همکارانو ۱۳۶۷۶ ټنه خوراکي مواد تسلیم کړي دي.

خو د خوراک نړیوال پروګرام پخپل راپور کې ویلي چې دوی تر ډسمبر میاشې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر او د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه بیا تر اپرېل پورې ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د اندېښنې په ښودلو ویلي و چې اوس مهال په دغه هیواد کې ۱۰ میلیون ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي و چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۸ میلیون وګړي چې ددغه هیواد نفوس څه باندې نیمايي برخه تشکیلوي بشري مرستو ته اړتیا لري.

په دې وروستیو کې د خوراک نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې سخته لوږه په زیاتېدو ده او کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د خوراکي موادو پيدا کېدو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د یو ټلیفوني سروې له مخې چې د تیري اګست میاشتې له ۲۱ څخه بیا د سپټمبر میاشتې تر پنځمې تر سره شوې وه ۹۳ سلنه کورنیو ویلي و چې د خوړو لپاره کافي غذايي مواد نلري.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې د سویس کنفرانس کې له افغانستان سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د بشري مرستو برابرولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG