د لاس رسي وړ اتصالات

د زړه د سوري په ناروغۍ اخته افغان ماشومان درملنې لپاره پاکستان ته ورسیدل


د تورخم په سرحدي پوله څو تنه د زړه سوري په ناروغۍ اخته افغان ماشومان او د کورنۍ غړي یې
د تورخم په سرحدي پوله څو تنه د زړه سوري په ناروغۍ اخته افغان ماشومان او د کورنۍ غړي یې

د تورخم د سرحدي پولې له لارې نهه افغان ماشومان چې د زړه سوري په ناروغۍ اخته دي د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) پاکستان ته د درملنې لپاره رسیدلي دي.

ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې څه دپاسه ۱۵۰۰ افغان ماشومان چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي پاکستان ته د وړیا درملنې او عملیاتو لپاره انتقال شي.

د پاک - افغان د همکارۍ ټولنې مشر حبيب الله خټک وایي: "په لومړي وار كې به د ۴۰ ناروغه ماشومانوعلاج وشي چې له هغوي څخه ۹ ماشومان پاكستان ته رارسېدلي دي او په لاهور كې به د زړونو د ناروغۍ نامتو ډاكټر عاصم ددې ماشومانو د معاينې وروسته عمليات كوي"۔

په تورخم پوله دغه راغلي ناروغ نهه ماشومان چې عمرونه یې د لسو کالو څخه کم دي د زیږد له وخته د زړه په ناروغۍ اخته دي.

دغه نهه ماشومان د افغانستان د مزارشريف، کندوز، باميان، فاراب، غزني او نورو سېمو اوسیدونکي دي چې د پاک-افغان د همکارۍ فورم په مرسته الخدمت بنسټ ته وسپارل شول.

د افغانستان د غزني ولایت څخه د یو ناروغ ماشوم پلار شمشیر رحمان وايي: "په افغانستان کې د لویو ناروغیو د درملنې اسانتیاوي نه لري، هرڅوک غوره ممکنه درملنه غواړي چې د پاکستان روغتونونو ته اړتيا لري. دا وړیا اسانتیاوي د زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره له کوم نعمت څخه کم نه دي"۔

د مزار شریف د اوسېدونکي دوران ګل لور منزه د زړه په رنځ اخته شوې ده۔ هغه وايي په افغانستان کې د دې ماشومانو د علاج چاره نشته: "خلک هڅه کوي چې د غوره درملنې لپاره پاکستان ته راشي خو د ویزو او په سرحدي پوله تورخم د ډیرو خنډونو سره مخ کیږي. داسې خلک هم شته چې د دغه خنډونو له امله بيرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي"۔

بلخوا د افغانستان د سرې میاشتې استازي مولوي خالد مجاهد په تورخم سرحدي پوله رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې له ۸۰۰۰ څخه زیات ماشومان چې د زړه په ناروغۍ اخته دي د هغوي سره درج شوي دي.

هغه وايي: "پخوا به په هند کې د دا ډول ناروغانو درملنه کېده، خو په وروستیو کې د هند سره د پولې د تړلو له امله هلته د متاثره ماشومانو درملنه ممکنه نه ده"۔

د الخدمت بنسټ مرستیال مشر او د زړه ناروغۍ ماهر ډاکټرعبدالمالک په وينا دغه ماشومان د سختې ناروغۍ سره مخامخ دي او په ټوله نړۍ کې د دې درملنه هم پيچلې او ګرانه ده، خو نن د خوشحالۍ موقع ده چې ځينې ادارو د دې ماشومانو د درملنې دنده په غاړه اخیستې ده.

د الخدمت بنسټ وایي: "موږ نه یوازې په دې ډول له افغانستان سره همکاري کوو، بلکې مونږ په دويم پړاو کې په افغانستان کې د ډاکټرانو، نرسانو او پیرامیډیکس د روزنې او په روغتونو کې عصري ماشينونو لګولو لپاره هم پلان لرو"۔

دا ماشومان پداسې حال کې پاکستان ته درملنې لپاره تللي چې څه موده وړاندې طالبانو د پاکستان د الخدمت فاونډیشن مشر پروفېسر ډاکټر حفیظ الرحمان سره په کابل کې غوښتي د لیدنې پرمهال غوښتي وو چې ماشومانو د عملیاتو په برخه کې همکارۍ ورسره وکړي.

رپوټ: شاهین افریدی - امریکاغږ

XS
SM
MD
LG