د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو مطالعه؛ د "مثنوي خوږو کیسو" کتابونه چاپ شول


د مثنوي خوږ کیسو په ټولګه کې د ماشومانو لپاره فرهنګي، ادبي او تربیتي مسایل د نثر او انځورګرۍ په ژبه بیان شوي دي
د مثنوي خوږ کیسو په ټولګه کې د ماشومانو لپاره فرهنګي، ادبي او تربیتي مسایل د نثر او انځورګرۍ په ژبه بیان شوي دي

په کابل کې یوې خپرندویې ټولنې د افغان ماشومانو لپاره د "مثنوي خوږو کیسو" د کتابونو یوه ټولګه چاپ کړې ده.

ددغې ټولنې مسؤلین وایې چې لدې طریقه غواړي ماشومان مطالعې ته وهڅوي.

دغه کتابونه له ترکي ژبې څخه پښتو او دري ژبو ته ژباړل شوي دي او په ارزانه بیه په بازار کې پلورل کیږي.

د ژباړل شویو کتابونو شمېر شاخوا پنځوسو ته رسېږي.

د مثنوي خوږ کیسو په ټولګه کې د ماشومانو لپاره فرهنګي، ادبي او تربیتي مسایل د نثر او انځورګرۍ په ژبه بیان شوي دي.

شپږ کلنه مسرت جهانګر چې ددغو کتابونه یوه ټولګه یې ترلاسه کړې وایې چې ډیرې کیسې یې ترې زده کړي دي.

مسرت ته یې کورنۍ د "مثنوي خوږو کیسو" کتابونه لولي او هغه بیا خپلې نورې همزولې پرې خبروي.

XS
SM
MD
LG