د لاس رسي وړ اتصالات

مدني فعالان:هغه برتانوي دیني عالمان چې د طالبانوسپینولو هڅې کوي سمدستي باید وپلټل شي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د مدني ټولنې، فعالانو، د ښځو د حقونو مدافعانو، پخوانیو دپلوماتانو او خبریالانو په یو سر خلاصې لیک کې د برتانوي چارواکوڅخه غوښتي، چې د دغه هیواد د دیني عالمانو د یوې ډلې څخه چې د طالبانو د سپینولو هڅې کوي سمدستي پلټنې وکړي.

د جولای په ۲۷ د برتانوي مسلمانانو د ټولنې یو شمیر دیني عالمانو، چې اکثره د پاکستان اوعربي هیوادونو څخه دغه هیواد ته کډه شوې دینې عالمان په کې شامل و، افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا او د بهرنیو چارو او امر بالمعروف او نهی المنکر د وزارتو د سرپرستانو په ګډون د دغه حکومت د نورو لوړو پوړو چارواکو سره وکتل او ورسره یې په یولړ مسلو خبرې وکړې.

په دغه ګډ لیک کې ویل شوي، چې د طالبانو چارواکي په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې ښکیل دي او هم یې د ملګروملتونو د بندیزونو په لیست کې نومونه شامل دي.

ددغو فعالانو د ادعا له مخې برتانوي دیني عالمانو ډله د " د حقیقت موندنې ماوموریت" تر نامه لاندې د طالبانو د "ظالمانه" اقداماتو د سپینولو په لټه کې ده.

په دې لیک کې ویل شوي:" د مدني ټولنې د څارونکو او د افغانستان د دیموکراتیکو ځواکونو د غړو په توګه، د هغې له ډلې د رسنیو کارکوونکي، د پوهنتونونو د ټولنې غړي، بشري حقونو فعالان، هنرمندان او سیاستمداران د برتانیايي چارواکو څخه غواړو، چې ددغو کسانو تبلیغاتي کمپاین او د ناسمو معلوماتو چې د کومو سازمانونو څخه استازيتوب کوي پای ته ورسوي".

په لیک کې ددوو برتانوي بنسټونه نومونه ددغو دیني عالمانو د سفر د تنظیموونکو په توګه یاد شوي چې د طالبانو د چارواکو سره یې په افغانستان کې دننه دعالمانو دغه پلاوي ته د سفر پرمهال غونډې تنظیم کړې وې.

دغو افغان مدني فعالانو ټینګار کړی، چې دا ډول سفروونه معمولا په رسمي ډول د طالبانو له خوا تنظیمیږي او د بشردوستانه دلایلو له مخې توجیه کیږي.

په دې لیک کې ویل شوي:" مونږ پوهیږو چې دا ډول هڅې د نړیوال رسمیت پيژندلو لپاره د طالبانو د هڅو یوه برخه ده، ځکه چې هغوی( طالبان) په ډیر زیات ډول د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونې کوي چې د نړیوالو بشري ادارو له خوا په ښه ډول مستند شوي دي".

دغو فعالانو ویلي، چې د طالبانو د سپینولو دا هڅې د افغانستان د دیموکراتیکي ټولنې د هغو نه ستړو کیدونکو هڅو او هلوځلو پر وړاندې ترسره کیږي، چې په افغانستان کې د قانون د بیا حاکمیت لپاره کیږي

په دې لیک کې ویل شوي:" د برتانيي چارواکو څخه غواړو چې ددغو برتانوي امامانو د ناسوتبلیغاتو او معلوماتو د ورکولو مخه ونیسي".

همداشان دغو فعالانو په خپل لیک کې د برتانیا د حکومت څخه غوښتي، چې ددغو دوو بنسټونو په اړه چې د افغانانو له خوا په دغه هیواد کې تاسیس شوي هم هراړخیزې پلټنې وکړي.

د برتانیا حکومت تراوسه د افغان مدني ټولنې د فعالانو دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG