د لاس رسي وړ اتصالات

د مقتدرو ښځو غورځنګ: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د ښځو د مرموزو وژنو مخه ونیسي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ په نوم د افغان معترضو ښځو یو خوځښت په یوه اعلامیه کې په هدفي او مرموز ډول د ښځو د یو شمیر فعالانو په ګډون د افغان میرمنو وژلو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او د نړیوالې ټولنې او د بشرۍ حقونو نړیوالو ادارو څخه یې غوښتي، چې طالبان دې د خپلو کړنو پر وړاندې حساب ورکولو ته اړ کړي.

دغه غورځنګ د شنبې په ورځ اګست ۲۶ (وږي څلورم) په یوه اعلامیه کې په طالبانو باندې تور لګولی، چې د ښځو پر وړاندې د نورو ډول ډول سرغړونو سربیره دا ډله په تیرو دوو کلنو کې د ښځو د حقونو او مدني فعالانو په هدفي وژلو کې هم لاس لري.

د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ په دې اعلامیه کې ویلي: "د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې ددې سربیره، چې ښځې د ټولو سیاسي، ټولیزو، فرهنګي، هنري او تفریحي فعالیتونو څخه په بشپړ ډول محرمي شوي د طالبانو له خوا د توهین، سپکاوي، شکنجې، وهلو ډبولو، زندان کې د اچولو، جنسي تیري او د مرموز او هدفي وژلو سره هم مخ دي".

د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ په دې اعلامیه کې د ۱۴ هغو ښځینه فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعانو د نومونو لیست هم خپور کړی، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په کابل او ځینو ولایتونو کې په امنیتي پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې که څه هم طالبانو ددغو وژنو مسوولیت د ناپیژاندو وسله والو په غاړه اچولي، خو په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې ددغو وژنو او د لسګونو نورو دغسې وژنو مسوولیت د طالبانو د حکومت د امنیتي کسانو په غاړه دی.

په دې اعلامیه کې حورا سادات په نوم د یوټیوب د یو چینل د چلوونکې وژل هم مرموز ګڼل شوي او ادعا شوې، چې طالبانو د کابل په کارته سخې سیمه کې د هغې جسد په پټه توګه خاورو ته سپارلی او لا هم یې قبر د طالبانو د امنیتي ساتوونکو له خوا ساتل کیږي.

خو د طالبانو د کابل امینه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي، چې د میرمن سادات د وژلو په اړه پلټنې راونې دي او تراوسه په دې تړاو د یوې ښځې په ګډون دوه تنه نیول شوي دي.

د افغانستان مقتدرو ښځو غورځنګ په دې اعلامیه کې په افغانستان کې په تیرو دوو کلنو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر "یوناما" وروستي راپور ته هم اشاره کړې او په دغه موده کې له دوو سوو څخه د زیاتو د پخواني رژیم ملکي او امنیتي کارکوونکو په وژلو باندې خواشیني ښودلې ده.

د افغانستان مقتدرو ښځو غورځنګ په دغه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د نړیوالو ادارو څخه غوښتل شوي، د طالبانو د ډلې، چې په اعلامیه کې د فاشیستي او یو جنسیتي ډلې په توګه یاده شوې ددغو جنایاتو مخه ونیسي او پرینږدي، چې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو غږ چپ شي.

همداشان په دې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه شوې، چې په هاګ کې د جرمونو د څار د نړیوالې محکمې له خوا د طالبانو د بشري ضد سرغړونو په اړه پلټنو ته په خپل کاري لومړیتوب کې ځای ورکړي او هم د طالبانو لپاره د بشري ضد کړنو څخه د لاس اخیستلو لپاره یوه نیټه وټاکي تر څو دا ډله حساب ورکولو ته چمتو شي.

همداشان د افغانستان مقتدرو ښځو غورځنګ د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتنه کړې، چې د طالبانو سره دې د یوې تروریستي او یو جنسیتي ډلې په توګه تعامل وکړي او هیڅکله دې یې په رسمیت ونه پیژني.

دا غورځنګ وايي، چې د طالبانو سره هر ډول تعامل او په رسمیت پیژندل به د تروریستانو د رسمیت پیژندلو په معنی وي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی او د واک ترلاسه کولو سره سم یې ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې پراخه محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې او هم یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

طالبانو له وړاندې روغتیا او پوهنې د سکټور پرته په نورو دولتي ادارو کې د ښځو په کار د خپلې واکمنۍ د پیل څخه بندیز لګولی دی.

طالبانو د روان کال د اپریل په لومړیو کې د ملګروملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه. طالبانو ددې سربیره د ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو په کار او مشارکت باندې بندیزونه لګولي دي.

د ملګر ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که نړیوال مشروعیت غواړي نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ ویلي چې که څه هم طالبان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ غواړي خو دغه ډله ددې څوکۍ تر لاسه کولو ته اوس هغومره نږدې نه دي لکه چې ورته یو یا دوه کاله پخوا نږدې وو.

له امریکا غږ سره په مرکه کې بنیټ وویل، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه ددې وضعیت لامل شوي دي.

هغه وویل: "افغانستان یواځنی هیواد دی چې نجونو ته ښوونځیو او پوهنتونو ته د تللو اجازه نه ورکوي. یوازې د ښځو او نجونو پر وړاندې تعصب نه دی بلکې، د مذهبي او توکمیزو لږکیو او مدني ټولنې پر وړاندې هم تاو تریخوالی روان دی."

د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو پوره کېدو هم مهاله، د ملګرو ملتونو دغه استازي وویل چې په افغانستان کې "په ټوله کې د بشري حقونو څخه قدم په قدم او ډیرې جدي سرغړونې شویدي".

بینیټ وايي، د طالبانو له لورې د عمومي بخښنې د اعلان سره سره، ملګرو ملتونو ته په افغانستان کې د تېر نظام د غړو په وړاندې د بدل اخیستنو راپورونه رسیږي. نوموړی وايي چې "پدې راپورونو کې د تېر نظام د مامورینو ورکېدل، بېځایه نېونې، وژنې او تعذیب شامل دي".

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ واک ترلاسه کړی دی خو تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

خو د روسیې او چین او اروپايي ټولنې د استازولۍ په ګډون د دغه هیواد ګاوندي او د سیمې یو شمیر هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي او هم د طالبانو دپلوماتان په روسیه، چین او د سیمې په یو شمیر هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې په کار بوخت دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG