د لاس رسي وړ اتصالات

بند امیر ته د ښځو پرتللو بندیز؛ 'دا د افغان میرمنو لپاره بشپړه بې احترامې ده'


د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف و نهی المنکر وزارت د سرپرست له خوا د بامیان په ولایت کې بند امیر ته د ښځو پر تګ د بندیز وروسته د بشري حقونو سازمان یوې چارواکې د طالبانو دا نوې پریکړه د افغان میرمنو لپاره بې احترامې ګڼلې ده.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف و نهی المنکر وزارت د سرپرست محمدخالد حنفي، د شنبې په ورځ اګست ۲۶ (وږي څلورم) بامیان ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې وروسته له دې به ښځو ته د بند امیر څخه د لیدنې اجازه ورنکړل شي.

هغه په دې اړه، چې "سیاحت نه فرض دی او نه هم واجب" دی ددې نوې پریکړه علت په تیرو دوو کلنو کې د "حجاب د ساتلو د امر" څخه سرغړونه وښودله.

همدشان محمدخالد حنفي د خپل وزارت د ولایتي مسوولینو او د بامیان ولایت د طالبانو د امنیتي ادارو څخه وغوښتل، چې د "بند امیر څخه د ښځو کتنې د منع کیدو" په برخه کې دې دده پریکړه عملي کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې دا بندیز به د یوې " کړنلارې او ځانګړو اصولو" تر ترتبیبولو پورې د طالبانو د حکومت له خوا دوام ومومي.

د طالبانو د حکومت دې اقدام ته په غبرګون کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې طالبان هره ورځ یو نوی حکم صادروي.

ددغه سازمان یوې څیړونکې میرمن فرسته عباسي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي: "دا د افغانستان میرمنو ته یو بشپړه بې احترامې ده. ډیر بد او ناخوښه اقدام دی".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی او د واک ترلاسه کولو سره سم یې ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې پراخه محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې او هم یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه.

طالبانو له وړاندې روغتیا او پوهنې د سکټور پرته په نورو دولتي ادارو کې د ښځو په کار د خپلې واکمنۍ د پیل څخه بندیز لګولی دی.

طالبانو د روان کال د اپریل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه. طالبانو ددې سربیره د ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو په کار او مشارکت باندې بندیزونه لګولي دي.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که نړیوال مشروعیت غواړي نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

ملګرملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که نړیوال مشروعیت غواړي نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ ویلي چې که څه هم طالبان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ غواړي خو دغه ډله ددې څوکۍ تر لاسه کولو ته اوس هغومره نږدې نه دي لکه چې ورته یو یا دوه کاله پخوا نږدې وو.

له امریکا غږ سره په مرکه کې بنیټ وویل، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه ددې وضعیت لامل شوي دي.

هغه وویل: "افغانستان یواځنی هیواد دی چې نجونو ته ښوونځیو او پوهنتونو ته د تللو اجازه نه ورکوي. یوازې د ښځو او نجونو پر وړاندې تعصب نه دی بلکې، د مذهبي او توکمیزو لږکیو او مدني ټولنې پر وړاندې هم تاو تریخوالی روان دی."

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ واک ترلاسه کړی دی خو تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG