د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې قراردادي په امریکا کې په فساد محکوم شو


ښاغلي دوست ته به د ډسمبر په ۱۴ د هغه د بند سزا اورول کیږي
ښاغلي دوست ته به د ډسمبر په ۱۴ د هغه د بند سزا اورول کیږي

په کابل کې د امریکا سفیر ویلي چې هیواد یې د فساد په له منځه وړلو کې، هر چیرې چې وي، ژمن دی.

امریکایي چارواکي وایي د مرمرو د کان کېندنې د یو افغان-امریکايي شرکت پخوانی مالک یې د فساد او د میلیونونه ډالرو د پور نه ورکولو او درغلیو په تور محکوم کړی دی.

محمد اعظم دوست چې د افغانستان او امریکا تابعیت لري، تورن دی چې په بهر کې یې د امریکا د حکومت د شخصي پانګونې د یوه شرکت په فساد او درغلیو کې لاس درلود.

محمد اعظم دوست د امریکا د کلفورنیا په فریمنټ کې اوسیږي او دا محکمه یې اوه ورځې روانه وه. محکمې هغه د متحدو ایالتونو د حکومت سره د فساد، د پور ورکولو په غوښتنلیک کې د درواغ ویلو، او د ناقانونه پېسو د سپینولو له کبله پړ وګاڼه او محکوم یې کړ.

هغه تورن و چې په ۲۰۱۰م کې له خپل ورور سره یو ځای د (ایکوایټي کاپیټل ماینینګ) له شرکت سره د کار پر مهال د افغانستان په لویدیځ کې د مرمرو د کان د ایستلو او ساتلو لپاره د امریکا له حکومت څخه د ۱۵.۸ میلیونه ډالره پور اخیستي وو.

محکمې ویلي چې ښاغلي دوست په خپل کاروبار کې له ځینو نورو قراردادیانو سره هم لاس درلوده خو د امریکا حکومت ته یې ویلي وو چې له بل هېڅ شرکت سره کار نکوي.

دا هم ویل شوي چې ښاغلي دوست دا پېسې له خپل بانکي حساب نه نورو خلکو ته استولي چې خپل نور پورونه پرې ورکړي، خو د اعلامیې له مخې کله چې حکومت له ښاغلي دوست څخه د دغو پېسو د بېرته اخیستلو غوښتنه وکړه هغه وویل چې پېسې نلري، مګر محکمه ټېنګار کوي شواهد ثابتوي چې هغه پېسې درلودې خو نه یې غوښتل خپل پور ورکړي.

ټاکل شوې چې د واشنګټن ډي سي قاضي امیت اف میهتا د ډسمبر په ۱۴ هغه ته د بند سزا واوروي. لا معلومه نه ده چې پر محمد اعظم دوست به د څو کلونو لپاره به بندي وي.

په کابل کې د امریکا سفیر، جان بس، د دغه خبر په خپرولو سره په ټویټر کې لیکلي چې هیواد یې د فساد په له منځه وړلو کې، هر چیرې چې وي، ژمن دی.

XS
SM
MD
LG