د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرېکټ ۱۹کلن ټیم سعودي ته لویه ماتې ورکړه


که د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله خپلې راتلوونکې دوه نورې لوبې هم وګټي، د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته وځي.
که د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله خپلې راتلوونکې دوه نورې لوبې هم وګټي، د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته وځي.

د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د اسیا په غوره سیالیو کې سعودي عربستان ته لویه او حیرانوونکې ماتې ورکړه .

دغه لوبه نن چهارشنبه د نومبر په ۱۳ نېټه په کویټ کې وشوه.

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو لومړۍ منډې وکړې او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سعودي ته د ۳۳۶ منډو هدف ورکړ.

په افغان لوبغاړو کې طارق ستانکزي ۶۸، راشد خان ۴۸، شاهدالله او وحیدالله شفق ۴۱-۴۱ منډې وکړې.

د سعودي ټول لوبغاړي په ۴۹ منډو وسوځېدل او په دې ډول افغانستان خپله درېیمه لوبه په ۲۷۷ رنزونو وګټله چې یوه لویه بریا بلل کیږي.

په افغان لوبغاړو کې نوین الحق د سعودي شپږ لوبغاړي وسوځول، دی لومړنی افغان توپ اچوونکی شو چې د اسیا د ۱۹ کلنو لوبغاړو په روانو سیالیو کې په دریو پرلپسې توپونو درې لوبغاړي سوځوي چې د کرېکټ په اصطلاح ورته هیټریک ویل کیږي .

دا د افغانستان درېیمه پرلپسې لوبه ده چې ګټي یې، افغانانو تر سعودي وړاندې متحدو عربو اماراتو او مالیزیا ته هم ماتې ورکړې وې.

سبا د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۳ لوبه نه شته، خو افغانستان به د جمعې په ورځ خپله څلورمه لوبه له نیپال سره کوي. نيپال هم تر دې دمه خپلې درې واړه لوبې ګټلې او د دغو سیالیو یوه مخکښه لوبډله بلل کیږي.

که افغانستان خپله لوبه له نیپال او له نیپال وروسته له کوربه کویټ نه وګټي نو د ۲۰۱۶ کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته چې په بنګلدیش کې کیږي، وځي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي دولت احمدزي امریکا غږ ته وویل" سره له دې چې نیپال یوه تکړه لوبډله ده، خو موږ ورته له یو ښه او قوي پلان سره میدان ته وځو، انشاالله چې ماتې ورکوو او نړیوال جام ته وځو. "

په کویټ کې روانې سیالۍ د ۲۰۱۶ کال د ۱۹ کلنو د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ دي چې د اسیال له دغو شپږو هېوادونو څخه یوازې لومړی او د جدول د سر لوبډله لاره کوي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې دوه وارې وړاندې هم په نړیوال جام کې لوبېدلې او ښه ځلېدلې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG