د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: ولې افغانانو له پي ان جي سره ښه لوبه ونکړی شوه


دا د نوي روزونکي انضمام الحق په مشرۍ د افغانستان لومړنۍ څلور ورځنۍ یا فسټ کلاس لوبه ده.
دا د نوي روزونکي انضمام الحق په مشرۍ د افغانستان لومړنۍ څلور ورځنۍ یا فسټ کلاس لوبه ده.

افغانستان له پي ان جي سره په لومړنۍ ورځ یوازې ۱۴۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل؛ مخالفې لوبډلې د ورځې تر پايه ۲۰۵ منډې وکړې او شپږ لوبغاړي يې سوځېدلي وو.

پي ان جي له افغانستان څخه ۶۱ منډې مخکې ده، که دغه منډې له ۱۰۰ واوړېدې، افغانستان به له لوی سرخوږي سره مخامخ شي.

که له پي ان جي سره لوبه مساوي هم شي، افغانستان وار د مخه د زیان ګوزار خوړلی دی، داسې چې د ۲۰ نومرو څخه به اووه نمرې واخلي او پاتې ۱۳ نورې به يې مخالفې لوبډلې واخلي چې دا په را روانو سیالیو کې د افغانستان لپاره زیانمنونکې وي.

افغانستان د دغو سیالیو په لړۍ کې خپله لومړنۍ لوبه تېر کال له سکاټلېنډ سره مساوي کړې وه، خو سکاټلېنډ په ۲۰ نومرو کې۱۳ او افغانستان اووه وګټلې.

شاید د افغانستان د ننۍ کمزورې لوبې نور علتونه هم وي، خو دلته يې په لنډو د افغانستان د خرابې توپوهنې پر یو څو لاملونو غږیږم.​

شپږیزه

افغان لوبغاړي له تېرو دوو میاشتو راهیسې په لوبو بوخت دي، له زمبابوې څخه يې د ۵۰ او ۲۰ اورونو د سیالیو له ګټلو وروستهسملاسي په کابل کې د شپیږیزې په سیالیو کې ور ګډ کړل شول.

شپږیزه د ۲۰ اورونو یوه تجارتي سیالي ده، له دغو سیالیو سمدستې د څلورو ورځو سیالیو ته ورتلل شاید او باید ډېر پر ځای کار نه وي.

شپږیزه یوه تجارتي او د ۲۰ اورونو لوبې دي چې هر کال په کابل کې کیږي.
شپږیزه یوه تجارتي او د ۲۰ اورونو لوبې دي چې هر کال په کابل کې کیږي.

له پي ان جي سره چې لوبېدونکي ټول لوبغاړي په شپیږیزې کې ولوبېدل؛ د ۲۰ اورونو لوبو کې د لوبغاړو فکر او ذهن د لویو شارټونو په وهلو او چټکو منډو په کولو ورټول وي؛ چې په ننۍ څلور ورځنۍ لوبې کې يې پر افغان لوبډلې منفي تاثیرات له ورایه ښکارېدل.

د نبي او دولت نشتوالی

وايي په یو ګل نه پسرلی کیږي؛ خو، د افغانستان په کرکټ لوبډلې کې کیسه بل ډول ده. که په لوبډلې کې دوه درې مهم لوبغاړي نه وي، ښايي افغان لوبډله د څه باندې لسو کلونو مخکنۍ لوبډله وبلل شي.

په ننیو سیالیو کې محمد نبي عیسی خیل، دولت ځدراڼ او حمزه هوتګ چې د څلور ورځنیو لوبو ښه او تجربه لروونکي لوبغاړي دي، نه وو؛ هغوی ته اماراتو ویزې نه دي ورکړي.

نبي عیسی خیل د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپټان او تجربه لروونکی لوبغاړی دی، چې په ننۍ لوبې کې نه و.
نبي عیسی خیل د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپټان او تجربه لروونکی لوبغاړی دی، چې په ننۍ لوبې کې نه و.

د هغوی نشتوالي تر ډېره پي ان جي ته د ګټي او افغانستان ته د تاوان لارې خلاصې کړي دي.

د دوی پر ځای، یو نوی ځوان لوبغاړی ظاهر خان او دوه نور د ۲۰ اورونو د سیالیو لوبغاړي ملي لوبډلې کې ولوبول شول.​

اماراتو ته په ځنډ رسېدل

افغان ملي لوبډله له پي ان جي سره تر څلور ورځنیو لوبو ایله څو ورځې وړاندې اماراتو ته ورسېدله، په داسې حال کې چې مخالف لوبغاړي يې له تېرې یوې میاشتې راهیسې همدغو لوبو ته د چمتوالي لپاره په اماراتو کې دي.

افغان لوبغاړو ډېر وخت نه درلود چې له موسم سره ځانونه ښه بلد او ډېرې تمریناتي لوبې وکړي.

دوی یوازې له عمان سره د دریو ورځو یوه تمریناتي سیالي وکړه چې مساوي شوه.

د لویو وچو یا انټر کانټيننټل په سالیو کې د افغانستان په ګډون نهه هېوادونه له یو بل سره سیالۍ کوي؛ هر یو چې لومړی شو، د کرکټ د لومړۍ درجې د نهم او لسم هېواد سره به د ټسټ لوبو چانس وربرابر شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG