د لاس رسي وړ اتصالات

​راشد خان د ٢٠١٧ کال د نړۍ په ١١ غوره لوبغاړو کې راغلی


د راشید خان ټیم د افغانستان په شپږیزې سیالیو کې اتل شوی و
د راشید خان ټیم د افغانستان په شپږیزې سیالیو کې اتل شوی و

١٩ کلن ځوان افغان لوبغاړی راشد خان په ٢٠١٧ میلادي کال کې د خپلې غوره لوبې په مټ د کرکټ د نړیوالو څارونکو پام ځانته راجلب کړی او په نړیواله کچه د یوولسو غوره لوبغاړو په ډله کې راغلی دی.

د کرکټ نړیواله شبکه د هر میلادي کال په پای کې یوولس لوبغاړي د نړۍ د کرکټ د غوره ټیم په توگه اعلانوي، چې سږکال راشد خان په کې په توپ اچونه کې تر ټولو غوره لوبغاړی دی.

د شل اوریزو نړیوالو لوبو په دې ١١ وتلو لوبغاړو کې د افغانستان یو، د نیوزيلنډ دوه، د ویسټ انډیز درې، د پاکستان دوه، د بنگله دیش یو او د جنوبي افریقا دوه لوبغاړي شامل دي.

په زړه پورې دا ده چې په دې ټیم کې راشد خان تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی. راشد خان همداشان په شل اوریزو لوبو کې د کړکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې دوهم مقام لري.

راشد خان په تیر کال کې ٥٥ شل اوریزې لوبې کړي دي او ٧٧ وکټې یې اخیستې دي. راشد خان د ایرلینډ خلاف په یوه سیالۍ کې د درې منډو په مقابل کې د حریف ټیم ٥ لوبغاړي سوزلي، چې دا یې د غوره لوبې تر ټولو ښه مثال دی.

راشد خان دا وخت په اسټرالیا کې د بگ باش په لیگ کې د ایډلیډ سټرایکرز، په لوبډله کې لوبیږي. هغه له دې سربیره د هند د ای پي ایل، بنگله دیش د بي پي ایل او ویسټ انډیز د سي پي ایل د لیگونو سره هم قراردادونه لري.

XS
SM
MD
LG