د لاس رسي وړ اتصالات

نبي: د کپټان په توګه د ټیم له لوبو خوشحاله نه یم


نبي عیسي خیل د حامد کرزي په نړیوال هوايي‌ ډګر کې له ټولو خلکو څخه مننه وکړه چې د دوی تود هرکلی یې وکړ او ویې نازول.
نبي عیسي خیل د حامد کرزي په نړیوال هوايي‌ ډګر کې له ټولو خلکو څخه مننه وکړه چې د دوی تود هرکلی یې وکړ او ویې نازول.

د افغانستان د کرېکټ ټیم نن په داسې وخت کې خپل کور ته راستون شو چې د ملي لوبډلې کپټان نبي عیسی خیل وايي چې د ملي‌ لوبډلې له لوبو څخه خوښ نه دی.

دی وايي هاغسې چې دوی پلان کړې وه د بیټنګ په برخه کې ښه ونه ځلیدل ، خو د بالنګ او فیلؤنګ په برخه کې د دوی لوبې ښې وې.

نبي عیسی خیل وايي چې د ۲۰۱۵کال د کرېکټ په نړیوال کپ کې دوی د لومړي ځل لپاره ولوبېدل او دا یوه ښه تجربه ده چې په راتلونکې کې خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه شول.

نبي وايي " له کوم امید او تیاریو سره چې موږ تللي وو ، هغسې مو لوبې ونه کړې زه په خپله کپټان له خپلې لوبې څخه خوشحاله نه یم ځکه په ټول ټورنمنت کې زموږ بیټنګ ونه ځلېدو که ځلیدلی وای نو موږ بل شان رول ادا کړی وو".

نبي عیسي خیل د حامد کرزي په نړیوال هوايي‌ ډګر کې له ټولو خلکو څخه مننه وکړه چې د دوی تود هرکلی یې وکړ او ویې نازول.

په ورته وخت کې د کرېکټ بورد مشر نسیم الله دانش وايي چې افغان لوبډلې د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره لوبې وکړې ، خو په لوبه کې ستونزې هم وې.

دانش وايي دوی د لوبغاړو ټولې لوبې له نږدې څارلي دي او ډیر ژر به د غوراوي له کمیټې سره په دې کار وکړي چې ولې لوبغاړو ونشو کړای د پام وړ لوبې وکړي.

دانش وايي "په دغو سیالیو کې چې کومې ستونزې وې په لوبو کې د لوبغاړو په ټاکنه کې موږ ټول یاداشت کړي دي په یو یو به کار کیږي ، موږ د غوراوي کمیټه هم کښینوو او تحقیقات به کوو د لوبډلې له روزنکو څخه به هم تحقیقات کوو".

د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی سمیع الله شینواری وايي چې په نړیوال کپ کې چې دوی کومې لوبې کړي دي‌ راتلونکې لپاره ښه تجربه وه او دوی به ترې ګټه پورته کړي.

شینواری وايي "له دغو لوبو زیاتې تجربې ترلاسه کړې او راتلوونکې لوبې به انشاالله مثبتې وي او ښې پایلې به واخلو".

د افغانستان د کرېکټ ملي‌لوبډلې د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ په نړیوال جام کې ټولې شپږ لوبې ترسره کړې چې یوازې په یوې کې یې وکولای شول بریا ترلاسه کړي.

افغانستان په الف ګروپ کې له بنګلدیش ، سریلنکا ، استرالیا ، نیوزلېنډ، سکاټلېنډ او انګلېنډ وو.

افغانستان، متحده عربي امارات، انګلېنډ، زمباوې، آیرلېنډ او سکاټلېنډ هغه ټیمونه وو چې ویې نشو کړای د دغه جام بل پړاو ته لار پیدا کړي.

دویم پړاوو یا کوارټر فاینل ته اسټرالیا، نیوزلېنډ، سرېلنکا او بنګلدېش، هند، جنوبي افریقا، پاکستان او ویسټ انډیز ووتل.

XS
SM
MD
LG