د لاس رسي وړ اتصالات

کوېټ افغان کرېکټ لوبغاړو ته ویزې ندي ورکړي


 د اعلان شوي مهالویش له مخې افغانستان سبا د جمعې په ورځ د اکتوبر په اوومه نېټه له کویټ سره وکړي.
د اعلان شوي مهالویش له مخې افغانستان سبا د جمعې په ورځ د اکتوبر په اوومه نېټه له کویټ سره وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو د ملي لوبډلې غړي له شاوخوا دوو اونیو راهېسې په کابل کې خپلو ویزو ته منتظر دي، خو لا هم د کویټ سفارت ورته کوم رسمي ځواب نه دی ورکړی.

د کریکټ بورډ چارواکي په دغه کار کې تر ډېره د آسیا د کرېکټ شورا ګرمه بولي چې د ستونزې ده هوارولو لپاره په وخت سره لاس په کار شوې نه ده.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې د ګډون لپاره کويټ ته ولاړه شي، چې هلته له اماراتو، نیپال، مالیزیا، کویټ او سعودي عربستان سره لوبې وکړي. په دوی کې هغه لوبډله نړیوال جام ته ځي چې لومړی مقام وګټي.

د افغانستان د کرېکټ ملي روزونکي رئیس احمدزي امریکا غږ ته وویل " کویټ تل د ویزو په ورکولو کې ستونزه لري، چې علت یې موږ ته معلوم نه دی. که لوبغاړو ته ویزې ورنکړل شي یا به د ۲۰۱۶ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ ځنډول کیږي او یا به په کوم بل هېواد کې کیږي. "

د آسیا د کرېکټ د شورا په وېپاڼې کې د اعلان شوي مهالویش له مخې افغانستان سبا د جمعې په ورځ د اکتوبر په اوومه نېټه له کویټ سره وکړي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د پاکستان په لاهور ښار کې د دغه هېواد د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته دوه وارې حېرانوونکې ماتې ورکړې.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په اماراتو کې

اخوا، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله متحدو عربو اماراتو ته رسېدلې چې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو لپاره له نیوزلینډ او کوربه هېواد سره لوبې وکړي.

افغان لوبغاړي به له شاوخوا دریو اونیو پرلپسې تمرینونو وروسته د اکتوبر په ۲۶ نېټه د نیوزلینډ له الف لوبډلې سره یوه ورځنۍ لوبه کوي.

د افغانستان د کورني کرېکټ د برخې مشر نظیم جار عبدالرحیمزي امریکا غږ ته وویل " سره له دې چې نیوزلنډ خپلې لوبډلې ته د الف نوم ورکړی، خو لوبغاړي یې ټول د ملي لوبډلې دي."

افغانستان په اماراتو کې د نیوزلینډ له الف او د اماراتو له لوبډلې سره لوبې کوي.
افغانستان په اماراتو کې د نیوزلینډ له الف او د اماراتو له لوبډلې سره لوبې کوي.

ښاغلي عبدالرحیمزي هیله وښوده چې افغان لوبغاړي به نیوزلنډ ته ماتې ورکړي.

افغانستان د نیوزلینډ له الف لوبډلې سره تر لوبې وړاندې تېره میاشت د نیوزلینډ د ځینو مخکښو سیمه اییزو لوبډلو سره څلور سیالۍ وکړې چې مساوې یې پای ته ورسولې.

افغانستان به له نیوزلینډ سره تر لوبې وروسته له اماراتو سره څلور نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې هم کوي چې شاید پر کوم تلویزون هم وښودل شي.

د نړیوال جام لپاره د لوبغاړو نوملړ

افغان کرېکټ بورډ چې د نړیوال جام لپاره د ۱۹ کسانو کوم نوملړ اعلان کړی، د یو شمېر پخوانیو لوبغاړو په ځای کې نویو څېرو ته ځای ورکړل شوی دی.

په نوملړ کې د ځوان او کیڼ لاسي توپ اچونکي فرید ملک نوم هم شته، خو د هېلو خلاف بیا د افغانستان د پيل او تېز منډه جوړوونکي محمد شهزاد محمدي نوم نه ترسترګو کیږي.

فرید ملک په لومړي ځل د کوریا په اسیايي لوبو کې په الف لوبډلې کې ولوبېد او ښه وځلید.

په پخوانیو لوبغاړو د نورعلي ځدراڼ او کریم صادق نومونه هم له لسته غورځول شوي دي. د نور علي ځدراڼ په اړه ویل کیږي چې په ملا کې یې درد دی، خو کریم صادق بیا په دې وروستیو کې ښه نه دی ځلیدلی .

د حمید حسن او عزت الله دولتزي نومونه هم په لست کې شته، دغه دواړه تېز توپ اچونکي له څه مودې راهېسې ژوبل شوي او رنځيږي.

افغانستان به د اماراتو له سفر وروسته، اسټرالیا ته ځي چې د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې برخه واخلي، د افغانستان لومړنۍ لوبه د فبرورۍ په اوومه نېټه له بنګلدیش سره ده، افغانانو څه موده وړاندې د اسیا په کپ کې بنګدیش ته ماتې ورکړه.

افغانستان په لومړي ځل د ۵۰ اورونو په نړیوال جام کې برخه اخلي، خو درې وارې یې د ۲۰ اورونو په نړیوالو جامونو کې لوبېدلی دی .

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG