د لاس رسي وړ اتصالات

بایسکل ځغلونې لوبډله د المپيک سیالیو ته چمتوالی نیسي


 نن له کابل څخه تر مزار شریف پورې د ګل سرخ په نوم په ۴۵۰ کیلو مټر واټن کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ پیل شوې.
نن له کابل څخه تر مزار شریف پورې د ګل سرخ په نوم په ۴۵۰ کیلو مټر واټن کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون وايي چې د ۲۰۱۶ کال د المپیک په سیالیو کې به له افغانستان څخه درې نجونې او دوه هلکان ګډون وکړي ، خو تر هغې وړاندې دوی د غوراوۍ په سیالیو کې هم ګډون کوي.


د غوره لوبغاړو د موندې په هدف نن له کابل څخه تر مزار شریف پورې د ګل سرخ په نوم په ۴۵۰ کیلو مټر واټن کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ پیل شوې.


د بایسکل ځغلونې د فدراسیون مشر صادق صادقي وايي چې د دغو سیالیو په پای کې به غوره لوبغاړي وټاکي.


د صادقي په وینا دغه سیالۍ به په دریو پړاونو کې ترسره شي چې پکې د هلکانو ترڅنګ لسو تنو نجونو هم برخه اخیستې ده ، دا لومړی ځل دی چې نجونې او هلکان په ګډه د بایسکل ځغلونې لوبې ترسره کړي.


صادقي وايي "فکر کوم تر ټولو غوره لوبې همدا دي ، ځکه نجونې او هلکان په ګډه لوبې کوي او هدف د ۲۰۱۶ کال د المپیک په لوبو کې ګډون دی چې درې نجونې او دوه هلکان ورته کاندید دي".

په ورته وخت کې بایسکل ځغلونکي وايي‌ چې د اوږد واټن سیالۍ دوی لپاره زیاتې ګټورې دي او له دې سره کولای شي چې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.


د زهرا په نوم یوې لوبغاړې امریکا غږ ته وویل چې دا سیالۍ زیاتې سختې دي ، خو له دې سره کولای شي چې په ښه توګه تمرینونه ترسره کړي او د ۲۰۱۶ کال د المپیک سیالیو ته چمتوالی ونیسي.


زهرا وايي "دا سیالۍ له کابل نه تر مزار شریف پورې دي ، زموږ وړتیاوې لوړوي او له دې سره کولای شو چې د ۲۰۱۶ کال د المپیک سیالیو ته چمتو اوسو او د بهرنیو هیوادونو پروړاندې ولوبیږو".

نجونې وايي چې له دغو سیالیو سره دوی غواړي چې نورې نجونې هم ورزش کولو ته وهڅوي او هغه کسان چې د لوبو کولو وړتیا لري د خپلې خوښې لوبې پیل کړي.


دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان د بایسکل ځغلونې لوبغاړي د ۲۰۱۶ کال د المپیک په سیالیو کې ګډون کوي تر دې وړاندې د تکواندو ، اتلتیک او جودو د برخې افغان لوبغاړو په المپيکي سیالیو کې هم ګډون کړی دی چې د تکواندو په برخه کې افغانستان مډال ګټلی دی

XS
SM
MD
LG