د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان پوځ له خوا د شپې د عملیاتو بیا پیلیدل


د افغان ځانګړو ځواکونو یو ډله د تمرین په وخت (ارشیف)
د افغان ځانګړو ځواکونو یو ډله د تمرین په وخت (ارشیف)

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې په تیر حکومت کې چې ددغه وزارت په ځانګړو ځواکونو باندې دشپې د عملیاتو په برخه کې کوم بندیزونه لګیدلي وو، هغه اوس لرې شوي ډي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال محمد ظاهر عظیمي د جهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې په پخواني حکومت کې هم په بشپړه توګه د شپې عملیات نه وو بند شوي بلکې یو لړمحدودیتونه پرې لګیدلي وو.

ښاغلي عظیمي وویل" په افغانستان کې یوازې ددفاع وزارت کولای شي چې د شپې عملیات ترسره کړي. مونږ دشپې عملیات پیل کړي دي، په اوس وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا د شپې د عملیاتو او نورو مسلو په برخو کې د یو میکانیزم په جوړولو بوخته ده خو مونږ د شپې د عملیاتو په برخه کې کومه ستونزه نلرو".

تیره اونۍ د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني یو خبري کنفرانس ته وویل چې لا هم په هغو لارو چارو غور کوي چې د مخالفو وسلوالو سره په جګړه کې په کې ملکي افغانانو او افغان امنیتي ځواکونو ته د سر د زیان احتمالات کم اوسي.

خو جمهور رئیس غني وویل لا یې هم په دې باب پریکړه نه ده کړې.

ددفاع وزارت ویاند دا ونه ویل چې د شپې په عملیاتو کې به بهرني عسکر هم ونډه واخلي او که نه.

خو د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست محمد عمر داودزي ددوشنبې په ورځ په کابل کې د مدني ټولنې د یو شمیر فعالینو سره په یوه کتنه کې هغوی ته ویلي چې نړیوالو ځواکونو یو ځل بیا د افغان پولیسو سره په ګډه مخالفانو په وړاندې په جګړه کې برخه اخیستل پیل کړي دي.

ښاغلی داودزي وویل" د ملي یووالي د حکومت په رامنځ ته کیدلو هغه همکاري یو ځل بیا عادي حالت ته رسیدلې ده په دې تیرو دریو ورځو کې په کندوز کې ګډ عملیات روان دي. افغان او نړیوال ځواکونه په ګډه د خپل ګډ دښمن په وړاندې جنګیږي".

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د خپل حکومت په وروستیو کلونو کې د شپې په عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو په ګډون بندیز ولګوه او دا ډول عملیات یې د افغانستان د اساسي قانون په خلاف بلل.

ددې سربیره پخواني جمهورریس په افغان ځواکونو هم د عملیاتو په برخه کې یو لړ بندیزونه لګولي وو چې ددفاع وزارت وایي اوس په افغان پوځ په عملیاتو کې بندیزونه لرې شوي دي.

د ناټو پوځي چارواکي او افغان پوځي کارپوهان د وسلوالو مخالفانو په وړاندې په جګړه کې د شپې عملیات موثرګڼي او وایي چې په دغسې عملیاتو کې د وسلو د استعمال پر ځای استخباراتي معلوماتو نه کار اخیستل کیږي او هم دښمن د تیښتي ډیر امکان له لاسه ورکوي.

د پوځي چارو یو افغان کارپوه جاوید کوهستاني وایي چې که چیري د شپې عملیات د استخباراتي معلوماتو په بنآ تر سره شي نوافغان حکومت ته به یې ډیره ګټه ورسیږي .

ښاغلی کوهستاني وایي "د ځانګړو عملیاتو بیا پیلیدل چې د افغان امنیتي ځواکونو سره په اطلاعاتي هماهنګۍ کې ترسره شي د دښمن د ځپلو لپاره ډیر ګټور دي او دا کار به د مخالفو وسلوالو له خوا د نا امنیو د پراخیدلو مخه ونیسي".

په تیر حکومت کې ددغسې عملیاتو په وخت د افغانستان په یو شمیر سیمو کې خلکود شپې د عملیاتو د بندیدلو لپاره پراخه مظاهرې کړي دي .

تراوسه لا څرګنده نه ده چې جمهور رئیس اشرف غني به د شپې په عملیاتو کې بهرنیو ځواکونو ته هم د ګډون اجازه ورکړي او که دا عملیات به یوازې د افغان ځواکونو له خوا پرمخ یوړل شي.

XS
SM
MD
LG