د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو سره تر خبرو مخکې د مذاکراتي پلاوي نومونه نه اعلانوو- غني


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي له طالبانو سره یې د خبرو لپاره مذاکراتي ټیم ټاکلی دی چې په کې د ټولو سیاسي غاړو استازي شته.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ماښام (اګست۲۲) له طلوع نیوز سره په مرکې کې وویل " د مذاکراتي ټیم د غړو نومونه دقیقآ هغه وخت اعلانیږي چې له طالبانو سره خبرې پیل شي. دا لست همه شمول دی - د ټولو سیاسي غاړو استازو نومونه په کې شته."

ښاغلی غني وپوښتل شو که کومه سیاسي ډله یا سیاستوال د مذاکراتي ډلې پر څرنګوالي انتقاد وکړي، دی به یې په اړه څه وايي؟ هغه وویل "پرېږده چې انتقاد وکړي، له انتقاد پرته د سیاسیونو بل کار نشته" ښاغلي غني مشخصآ د کومې سیاسي ډلې یا څېرې نوم وانخیست.

خو د ښاغلي غني سیاسي منتقدین وايي چې هغه هڅه کوي "واک انحصار" کړي.

ولسمشر غني ټېنګار وکړ چې د مذاکراتي ډلې د غړو نومونه یې ځکه پټ ساتلي چې نه غواړي "د متحدو اماراتو قضیه تکرار" شي. هلته شاوخوا ۲۵۰ کسان ټاکل شوي وو چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. ښاغلي غني وویل دا ستونزمن دي چې ۲۵۰ کسان دې پر یوې قضیې خبرې وکړې.

تر دې مخکې د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین هم انتقاد کړی و چې ولې دا لست نه اعلانیږي.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې وکړې چې هلته په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو نهم دور مذاکرات پيل شول او دواړه خواوې هیله لري چې یوې موافقې ته ورسیږي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ماښام (اګست۲۲) له طلوع نیوز سره مرکه کړې
ښاغلي غني د پنجشنبې په ماښام (اګست۲۲) له طلوع نیوز سره مرکه کړې

ښاغلي غني وویل چې دا تړون د امریکا او طالبانو ترمنځ دی او په دغو خبرو کې د افغان حکومت موجودیت ضرورت نشته. په همدې حال کې داسې ویل کیږي چې له طالبانو سره د تړون د یوې برخې په توګه په شاوخوا پنځو میاشتو کې ۴۵۰۰ امریکایي سرتېري له پنځو پوځي اډو څخه وځي او افغانستان به پریږدي.

ښاغلي غني وویل پر دغه پلان خبر دی او په خبره یې د دغو سرتېرو وتل به د افغانانو پر ژوند کوم منفي تاثیر نلري. هغه وايي له هغو مرکزونو څخه چې امریکايي ځواکونه وځي، افغان ځواکونو ته به سپارل کیږي. دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې دیره دي چې افغان امنیتي ځواکونو ته مشورې ورکوي، روزي یي او تجیهزات ورته برابروي.

XS
SM
MD
LG