د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا د پارلمان غړې: افغانستان ته جبري ستنول یوازې یوه بشري ناکامي نه، ستراتیژیکه تیروتنه ده

ملګري ملتونه او نړیوالې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې افغانستان، د دومره ستنو شویو کډوالو د جذب توان نه لري.
ملګري ملتونه او نړیوالې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې افغانستان، د دومره ستنو شویو کډوالو د جذب توان نه لري.

د افغان کډوالو د جبري ایستلو په وړاندې نړیوال غبرګونونه مخ په زیاتېدو دي.
د اروپايي پارلمان غړې، هانا نیومن، په خپل ایکس پوسټ کې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د افغانانو جبري ستنول به نه یوازې بشري بحران ژور کړي، بلکې ښايي افراطي شبکو ته د نفوذ زمینه هم برابره کړي.

هانا نیومن لیکلي: “افغانستان ته جبري ستنول یوازې یوه بشري ناکامي نه ، بلکې یوه ستراتیژیکه تېروتنه هم ده.کله چې خلک بې وسۍ او نا امیدۍ ته ټېل وهو، موږ طالبان نه کمزوري کوو؛ بلکې هماغه جوړښتونه پیاوړي کوو چې هغوی په واک کې ساتي.”

هانا نیومن د جرمني صدراعظم فریدریش مرڅ ته په اشارې ویلي، هره "همغږې شوې بیرته ستنیدنه" چې افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته لېږي، د طالبانو د کمزوري کولو پر ځای، هغوی ته لا زیات مشروعیت او ځواک ورکوي.

هانا نیومن: “دا کار طالبان په نړیواله کچه عادي او مشروع کوي، او په عین حال کې هغه افراطي شبکې او جوړښتونه پیاوړي کوي چې د طالبانو واک دننه افغانستان کې ساتي.”

خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت، د خپل هېواد د کډوالۍ له پالیسۍ دفاع کړې او ویلي یې دي چې جرمني به افغانستان ته د مجرمو افغانانو د ایستلو بهیر ته دوام ورکړي، او دا لړۍ به نوره هم چټکه شي.

د ښاغلي دوبرینت په وینا جرمني پداسې قانون برابرولو باندې کار کوو چې هدف یې د بېرته ستنولو د بهیر اغېزمنتیا زیاتول دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې په اوږدمهاله توګه د لوړې کچې د ایستلو پروسه دوام ومومي..

په ورته وخت کې، نن د می ۷ مه د اتریش د کورنیو چارو وزیر، ګرهارډ کارنر، ازبکستان ته په خپل سفر کې داسې یو تړون وروستی کړ چې له مخې به یې افغان کډوال د ازبکستان له لارې کابل ته واستول شي.

دا اقدامات داسې مهال کېږي چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر نور هم چټک کړی. د راپورونو له مخې، یوازې په یوه ورځ کې تر۹ زره ډېر افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

په همدې حال کې، ګڼ شمېر افغانان له پاکستاني زندانونو خوشې کېږي، خو سمدستي بېرته افغانستان ته لېږل کېږي. د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون دا بهیر “غیر انساني” بللی او ویلي یې دي چې ډېری کورنۍ له روغتیايي خدمتونو، مالي مرستو او لومړنیو اسانتیاوو پرته ایستل کېږي.

بل لور ته، ایران هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته دوام ورکړی. راپورونه ښيي چې یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې له ایران څخه تر سل زره ډېر افغانان ایستل شوي دي.

ملګري ملتونه او نړیوالې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې افغانستان، چې لا دمخه له لوږې، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د دومره ستنو شویو کډوالو د جذب توان نه لري.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا IRC ویلي، د راستنېدونکو زیاتېدونکی شمېر به بشري بحران نور هم ژور کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG