د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا کې د دودیزو لباسونو سوداګر وايي خپل کلتور ته خدمت کوي


صدیق الله ساحل، اروپا کې د افغاني لباسونو او نورو دودیزو توکو سوداګر
صدیق الله ساحل، اروپا کې د افغاني لباسونو او نورو دودیزو توکو سوداګر

د اختر او نورو ځانګړو ورځو او خوښیو دپاره د افغاني دودیزو لباسونو او ګاڼو دا پلورنځی د جرمني په فرانکفورت ښار کې دی او بابولاله نومیږي.

ددغه پلورنځي مالک صدیق الله ساحل خپل کاروبار د افغاني کلتور او کډوالو افغانانو خدمت بولي او وايي، د جرمني له بېلابیلو ښارونو او نورو اروپايي هېوادونو څخه افغانان ورته د لباسونو او نورو دودیزو توکو د پېرلو دپاره ورځي.

دا په جرمني کې یو له محدودو هټیو څخه ده چې دودیزې جامې پلوري. صدیق الله ساحل وايي، لباسونه او ګاڼې له افغانستان، پښتونخوا او هندوستان څخه راوړي.

هغه وايي، پخوا یې یوازې په انلاین بڼه لباسونه پلورل خو یو کال دمخه یې پلورنځی ځکه پرانیست چې د هغه په خبره، ډیر خلک غواړي د لباس له پېرلو وړاندې لومړی هغه وګوري.

صدیق الله وویل: "زیاتره خلک په دې خوشاله دي چې له نږدې راشي او خپله توکي وګوري. دوی وايي ډېر کله چې موږ له افغانستان، پښتونخوا او یا هند څخه کوم افغاني توکي غواړو نو وروسته پښېمانه یو ځکه هغسې چې موږ فکر کوو نه وي. خو دلته له نږدې توکي ګوري او اخلي یې چې په همدې خاطر خوښ وي."

ساحل خپل کاروبار د سوداګرۍ ترڅنګ د بهر مېشتو افغانانو خدمت ګڼي. نوموړی وايي: "هغوی دلته راځي او داسې احساس کوي لکه خپل وطن کې چې وي. ډېر زیات خوشاله کېږي ځکه چې ټول افغاني توکي ګوري، خپل افغانان ګوري او په خپله ژبه ورسره خبرې کوي."

د احمد په نوم یو تن پېرونکی وايي، افغاني لباس چې اغوندي د غربت احساس نه کوي او فکر کوي په افغانستان کې دی.

هغه زیاته کړه: "کله چې دې دوکان ته راځو نو فکر کوو په تایمني یا خیرخانه کې یو یا هم خپل کابل. اولادونو مو هم ویل چې موږ ته افغاني لباس واخله."

د بابولالې پلورنځي ته په ورغلیو پېرونکو کې یو شمېر یې لکه د ساحل په څېر د دا ډول کاروبارونو جوړول د افغاني کلتور د ودې او له خپل وطن سره د افغانانو د نږدې پاتې کېدو هڅه ګڼي.

د صدیق الله په نوم یو افغان وايي، دا ډول پلورنځي په عین وخت کې نړۍ ته د افغانانو کلتور ورښيي. نوموړي زیاته کړه: "په ټولنیزو رسنیو او یا هم دلته د اختر او نورو مراسمو کې چې کله موږ خپل افغاني لباس اغوندو نو خارجیان یې ډېر خوښوي او پوښتنه کوي چې دا چیرې پیدا کیږي."

په جرمني او ځینو نورو اروپايي هېوادونو کې په تیرو دوو کلونو کې د افغانانو شمېر زیات شوی او زیاتره یې وايي چې اکثره وخت په افغاني پلورنځیو او توکو پسې تر لیرې ځایونو ځي.

کډوال افغانان وايي، دا ډول پلورنځیو ته ورتګ یې د مهاجرت د ستړیا او پرديتوب احساس کموي.

XS
SM
MD
LG