د لاس رسي وړ اتصالات

پېښور کې د دودیزو جامو سوداګره وايي هره میاشت تر ۸۰۰ زره کلدارې ګټي


ماریه بنګښ، پېښور کې د دودیزو جامو سوداګره
ماریه بنګښ، پېښور کې د دودیزو جامو سوداګره

ماریه بنګښ د طب ډاکټره ده خو د تیرو اوو کلونو راهیسې په پېښور کې دودیزې افغاني جامې پلوري او وايي هره میاشت تر ۸۰۰ زرو کلدارو عاید لري.

دې سوداګرې د خپل کار پیل په پېښور کې د یوې هټۍ له پرانیستلو څخه وکړ خو وايي د هټۍ کار ښه ونه چلېد. د ماریې کاروبار وروسته له هغه وده وکړه چې په انلاین بڼه یې د لباسونو پلورلو ته مخه کړه.

هغه وايي: "د ټولنیزو رسنیو له لارې مې خپلې جامې نندارې ته وړاندې کړې، چې ډېرو افغانانو له ما سره اړیکه ونیوله او کاروبار مې وده وکړه."

ماریه وايي، د خپلو تولیداتو سربیره له کوچیانو څخه په لاس جوړې شوې جامې اخلي او له پاکولو او ترمیمولو وروسته یې په بازار کې په لوړه بیه پلوري.

د هغې کاروبار اوس دومره پراخ شوی چې پنځه تنه کارکوونکي یې ګمارلي دي او ورسره د هټۍ او انلاین سودګرۍ په چارو کې مرسته کوي.

هغې وویل: "دا کسان دي چې کوچبنو ته ځي او د اړتیا وړ شیانو په بدل کې دا ښکلي لاسي جامې راوړي. بیا موږ دا جامې پاکوو، که ترمیم ته اړتیا ولري، موږ نور کار پرې کوو او بیا یې د پلور لپاره وړاندې کوو."

جاوید روحاني خیاط دی او په پېښور کې د ماریې په هټۍ کې دنده لري. هغه وايي: "مونږ ماریه سره د جامو د ګنډلو په برخه کې کار کوو. د افغاني جامو دود هېڅکله نه زړېږي، په افغانستان، پاکستان او بهر کې هم ډېر مینه وال لري."

ماریه وايي له افغاني دودیزو جامو سره مینه لري او پخپله یې هم اغوندي. د ماریې افغانه مور په امریکا کې اوسیږي او هلته دودیز لباسونه پلوري. ماریه وايي د خپلې مور څخه یې ددې کار الهام اخیستی دی.

ماریې د دودیزو جامو او ګاڼو کاروبار له ۱.۵ میلیون کلدارو سرمایې څخه پیل کړی او اوس یې کار ډېر پراخ شوی دی. دا وايي غواړي خپل کاروبار ته نوره هم وده ورکړي ترڅو په راتلونکي کې د نورو میرمنو لپاره یوه کامیابه بیلګه ثابته شي.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG