د لاس رسي وړ اتصالات

 د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې بې روزګارۍ او لوړې بیې پر خلکو اقتصادي فشارونه ډيرکړي دي

د نړیوال خوړو پروګرام (WFP) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د تبادلې د نرخ نسبی ثبات او د افغانستان بازارونو کې د اساسی توکو د دوامداره عرضې سره سره، د خوړو لوړې بيې، د ترانسپورت لګښتونو او د کار فرصتونو نشتوالي پر افغان کورنیو اقتصادي فشار زیات کړی دی.

راپور چې د پنجشنبې په ورځ (د مې ۷مه) خپور شو، زیاتوی چې کورنی بازارونه مهمو توکو د لاسرسی له پلوه نسبتاً ښه وضعیت کې دي. داخلي کرنیزو محصولاتو راټولول او د لویدیځ او شمالی لارو او ریل پټلۍ څخه د وارداتو دوام د بازارونو د ثبات په ساتلو کې مهم رول لوبولی دی.

خو د لیږد د لګښتونه لوړېدل او د بدیل وارداتی لارو باندې زیاته تکیه لا هم د افغانستان بازارونه د سیمه ییزې بې ثباتۍ او جیوپولیټیک ستونزو خطر ته مخامخ کوی.

په راپور کې راغلي: "په خوراکی سکتور کې، د ځینو اساسی توکو بیې د مې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې لږ راټیټ شوی. د غنمو بیې 1.8 سلنه، اوړه 0.4 سلنه، تېل 0.4 سلنه، او لوبیا 0.5 سلنه راټیټې شوې. برعکس، د ارزانه وریجو بیې ۱ سلنه، بوره ۷.۳ سلنه، مالګه ۰.۷ سلنه، او ډوډۍ ۰.۱ سلنه لوړه شوې."

د دې محدودو کمښتونو سره سره، د ډېرو خوراکی توکو بیې د تیر کال په پرتله لوړې پاتې دی. د نړیوال خوراکی پروګرام د معلوماتو له مخې، د غنمو بیه ۲۰ سلنه، اوړه ۱۶ سلنه، وریجې ۴۴ سلنه، د خوړو غوړی ۸ سلنه، او بوره ۳۱ سلنه لوړه شوی.

په غیر خوراکی سکتور کې، د ډیزلو بیه تیرې اونۍ ۱٪ راټیټه شوه، خو لا هم د تیر کال په پرتله ۱۲٪ لوړه شوې. همداراز، د کیمیاوی سرې لکه یوریا بیه د تیر کال په پرتله ۴۳ سلنه لوړه شوې، چې بزګرانو باندې فشار او د کرنیزو تولیداتو لګښت زیات شوی.

د راپور له مخې، د افغانۍ ارزښت د امریکایي ډالر پر وړاندې د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې یو امریکايي دالر ۶۴.۵ افغانۍ ثابت پاتې شو. په دې نرخ کې د تیرې اونۍ په پرتله د پام وړ بدلون نه دی راغلی، خو د تیر کال د همدې مودې او د تېرو درې کلونو اوسط په پرتله، د افغانۍ ارزښت نسبتاً ثابت پاتې شوی دی.

په همدې حال کې، د هرمز تنګی بحران هم د افغانستان لپاره نوې اقتصادی اندیښنه ګرځېدلې. اقتصادی متخصصین وایی چې د نفت او سوداګریزو توکو د انتقال په دې حیاتی لاره کې هر ډول خنډ یا محدودیت به په افغانستان کې د خامو موادو، سونګ توکو او وارداتی توکو بیې په مستقیم ډول اغیزمنې کړي. د هرمز تنګی د نړۍ انرژۍ له مهمو لارو څخه دی، او هره ورځ شاوخوا ۲۰ سلنه د نړۍ تېل له دې لارې تېرېږی.

د اقتصادی شنونکو په وینا، په فارس خلیج کې د تاوتریخوالی زیاتوالی او هرمز تنګی کې د کښتۍ د تګ راتګ بندېدو یا محدودیت په اړه اندېښنې په وروستیو اونیو کې د ترانسپورت د بیمې او د توکو د انتقال د لګښتونو د زیاتوالی لامل شوي. افغانستان چې د سونګ توکو لویه برخه او وارداتی توکی د جنوبی بندرونو او خلیج سیمې سره تړلو لارو څخه ترلاسه کوی، د دې وضعیت له امله سخت اغېزمن شوی دی.

ځینې افغان سوداګر هم وایی چې د پټرولیم محصولاتو او ځینو اساسی توکو د انتقال لګښت په وروستیو اونیو کې لوړ شوی، چې دا په داخلي بازارونو کې د خوراکی او سونگ توکو د بیو د لوړیدو لامل شوی دی.

اقتصادی شنونکي خبرداری ورکوی چې د هرمز تنګی کې د بحران دوام کولی شی د افغانستان د خوړو، سون توکو او ژوند لګښتونو بیې نورې هم لوړې کړی.

د خوړو نړیوال پروګرام هم د افغانستان د کار بازار وضعیت اندېښمنوونکی بللی دی. د راپور له مخې، د ورځینۍ مزدورکارۍ لپاره د خلکو لاسرسې کچه په اوسط ډول ۱.۹ ورځې په اونۍ کې رسېدلی، چې د تیرې اونۍ په پرتله لږ پرمختګ دی، خو د تیر کال په پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه کموالی ښیی.

په ورته وخت کې، نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د اقتصادی کړکیچونو دوام او د خلکو د پیرودلو د توان کمښت به په افغانستان کې د خوړو د کمښت خطر نور هم زیات کړي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG