د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان وايي بې وزلۍ یې اختر پيکه کړی


ه افغانستان کې عام خلک وايي په دې اختر کې د نسبي امنیت راتلو ته خوشحال دي. خو له بې روزګارۍ او د خوراکي موادو له لوړو قیمتونو شکایت کوي او وايي چې روان اقتصادي وضعیت یې اختر پیکه کړی دی.

د کابل اوسېدونکی، حفیظ الله د امنیت په اړه اندېښنه نلري او وايي اوس د پخوا په څېر نه ده چې په اخترونو کې به ګڼه ګوڼه نه وه او خلک به له ناامنۍ په وېره کې وو. حفیظ الله وايي، خو اوس یې مشکل اقتصادي دی: "د خلکو اقتصاد کمزوری دی. هر څه قیمته شوي دي".

د کابل بل اوسېدونکی، غلام نبي هم د اقتصادي ستونزو یادونه کوي: "د خلکو اقتصاد خراب دی ، پیسې نلري او روزګار بې مزې دی."

ځینې افغانان د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې په هېواد کې روانو مشکلاتو ته چاره ولټوي او له نړیوالو سره اړیکې ونیسي.

د کندهار اوسېدونکی، فضل احمد فضلي د روان اقتصادي بحران څخه د افغانستان د ژغورلو دپاره لازمه بولي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي: "دا د ولسونو د لومړیتوبونو څخه ده. د نجونو په وړاندې دې د تعلیم او زده کړو زمینه مساعده کړي. ددې تر څنګ داخل کې دي د ملي یووالي لپاره کار وکړي په بهر کې دې له نړیوالو سره تعامل وکړي." ښاغلي فضلي زیاتوي: "د حاکم نظام تر چتر لاندې د سرپرست حکومت له ټولو چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې د ولس دې غوښتنو ته لبیک ووایي".

د افغانستان سیاسي شنونکي وايي چې د روان وضعیت د ښه کولو دپاره، د طالبانو حکومت ته پکار دي چې د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي.

د سیاسي چارو کارپوه، محمد اسحاق اتمر وايي، د طالبانو له حکومت څخه د نړۍ غوښتنې هم همدغه دي. ښاغلي اتمر وايي، دغو غوښتنو ته توجه نه کول، طالبانو ته زیان رسولی شي: "دا د طالبانو شهرت ته ډیر نقص کوي. د هغوی حکومتولئ ته نقص کوي، دا چې دوی له نړۍ سره مشترکه ژبه نشي پیدا کولی".

د اقتصادي د چارو کارپوه اذرخش حافظي وايي پکار ده چې د طالبانو حکومت د کار د پیدا کولو او فقر د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي او د افغانستان د له منابعو څخه په استفادې خلکو ته د کار زمینه مساعده کړي. ښاغلی حافظي وايي: "د هر نظام د مشروعیت یو بنسټ د قفر په وړاندې مبارزه او د کار او هوساینې د رامنځ ته کولو لپاره هلې ځلي دي. هر هغه حکومت چې د خلکو لپاره کور، کالي ، ډوی او د معیشت ابتدای ضروریات پوره کولی نشي هرو مرو له مشکلاتو سره مخامخ کیږي او دا مشکلات د خلکو د مقاومت لامل کیږي".

XS
SM
MD
LG