د لاس رسي وړ اتصالات

په وردګو کې سلګونه نوي ښوونکي ګمارل کیږي


Afghan Education
Afghan Education
په میدان وردګو ولایت نن پنجشنبه (۱۰-۰۴-۲۰۱۴) په تعلیمي مرکزونو ته د نویو ښوونکو د جذب او پر دندو د ګمارلو په موخه له شاوخوا شپږ سوو کسانو ازموینه واخیستل شوه .

په دغو کسانو کې چې د پوهنځیو،د ښوونکو د روزنیزو مرکزونو او دولسم ټولګیو فارغان دي،پنځوس مېرمنې هم شاملې وې .

د میدان وردګو د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل:

«په پام کې لرو چې سږ کال ۱۲ سوه نوي ښوونکي د میدان وردګو په تعلیمي مرکزونو کې پر دندو وګمارو، له دغې ډلې به یې شاوخوا ۴۵۰ مېرمنې وې.»

تعلیمي مرکزونو ته د نویو جذبېدونکو ښونکو میاشتنۍ تنخوا له شپږو زرو (۶۰۰۰) افغانیو نیولې تر اتلس زرو افغانیو (۱۸۰۰۰) پورې ده، چې هر ښوونکي ته د هغه تعلیمي کچې او کاري تجربې ته په کتو ورکول کیږي.

میدان وردګ د هغو ولایتونو په کتار کې راځي چې امنیت یې نسبتآ خراب بلل کیږي، خو چارواکي ډاډ ښيي چې د ښوونې د هڅو په لا زیاتېدو به امنیت هم ښه شي .

ښاغلي خوګیاڼي وویل : « تاسو ته معلومه ده چې یو شمېر ځوانان د وزګارتیا او بې تعلیمۍ له کبله زموږ له مخالفانو سره یوځای کیږي، موږ چې کله یو شمېر نوي ځوانان په تعلیمي مرکزونو کې د ښوونکو په توګه پر دندو ګمارو او یو شمر نورو ته د ښوونې زمېنې برابروو، له شک پرته چې د طالبانو لیکو ته یې د ورتللو مخه نیول کیږي .»
په وردګ کې چارواکي وايي د نویو جذبېدونکو ۱۲۰۰ ښوونکو له ډلې به یې ۴۵۰ مېرمنې وې
په وردګ کې چارواکي وايي د نویو جذبېدونکو ۱۲۰۰ ښوونکو له ډلې به یې ۴۵۰ مېرمنې وې

میدان وردګ شاوخوا پنځه سوه تعلیمي مرکزونه لري، چې عالي لیسې، دارالمعلمینونه او ديني مدرسې په کې شاملې دي .

د ښاغلي خوګیاني په خبره په دغو ټولو تعلیمي مرکزونو کې څه باندې ۱۵۰۰۰۰( یوسل او پنځوس زره) زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې په خبره یې یو ښوونځي هم په دغه ولایت تړلی نه دی.


د افغانستان په ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو کې د استادانو د جذبولو لړۍ څه موده مخکې له کابل څخه پیل شوه.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل امریکا غږ ته وویل:

« موږ به سږ کال ۱۱۰۰۰ نوي ښوونکي د هېواد په بېلا بېلو تعلیمي مرکزونو کې پر دندو وګمارو، چې دغه لړۍ وار له مخې پیل شوې ده. »

د افغانستان پر معارف وزارت یوه نیوکه دا کیږي چې یو شمېر جذب شوي او یا جذبېدونکي ښوونکي، یوازې له دولسمو ټولګیو فارغ شوي او نورې لوړې زده کړې نه لري، چې د ادعا له مخې پر درسې کیفیت منفي اغیز کوي.

خو ښاغلی حقمل وايي « دوی اوس د دولسمو ټولګیو فارغان د ښوونکیو په توګه پر دندو نه ګماري، او یوازې هغوی ته چانس ورکوي چې تر دولسم پورته یې زده کړې کړې وې. »

په افغانستان کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته،د یو شمېر نورو پرمختګونو ترڅنګ، افغان حکومت د ښوونې چټکه وده خپله لویه لاس ته راوړنه بولي.

دا مهال د ښاغلي حقمل په خبره په ټول هېواد کې شاوخوا یوولس (۱۱) میلیونه شاکردان په اوولس زره اووه سوه ( ۱۷۷۰۰) تعلیمي مرکزونو کې پر زده کړو بوخت دي، چې څه باندې دوه سوه او شل زره (۲۰۲۰۰۰۰) ښوونکي لري.

خو له دې ټولو پرمختګونو سره سره، لا هم د افغانستان په یو شمېر سویلي او سویل ختیځو سیمو کې لسګونه ښوونځي د ناامنیو له کبله تړلي پاتې دي .

د دې ترڅنګ په ځینو نورو سیمو کې بیا ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر خیمو لاندې درسونه وايي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG