د لاس رسي وړ اتصالات

امرخیل: د کابل په زرګونه خلک له رایې ورکولو محروم شوي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل.
د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل د کابل امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر تورن کړ چې (په قصدي ډول یې زرګونه افغانان له رایې اچونې محروم کړي) دي.

ښاغلي امرخیل دغه خبره د ټاکنو په ورځ د کابل ښار په هودخیلو سیمه کې، د پولیسو له لورې د رایې پاڼو د یو شمېر لاریو د درولو په غبرګون کې امریکا غږ اشنا ته کولې.

پولیس وايي په ټول افغانستان کې د رایې پاڼو د لېږدونکو ګاډو د امنیت ساتل د دوی دنده ده، خو د رایې پاڼو د دغو دوو ګاډو په اړه ورته کمیسیون له وړاندې خبرې ورکړی نه و.

پر ټولنیزې شبکې فیسبوک کې هغه ویډیو خپره شوې چې د کابل امنیه قومندان او د کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل په کې د کابل ښار په هودخیلو سیمه کې د خبریالانو په وړاندې له یو بل سره غږیږي .

د دغې ویډیو په یوه برخه کې د کابل امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر په ښکاره د انتخاباتو د کمیسیون مشر ضیاالحق امرخیل تورنوي چې درغلي یې کړې او د کوم مشخص کاندید په ګټه یې صندقونه ډک کړي دي .

هغه وایي « متاسفانه، درغلۍ دومره ډېرې وې چې څه درته ووایم، په خپله جناب امرخیل صاحب په کې لاس لري، دوی له پولیسو پرته د رایو پاڼې چېرته وړې، درایو پاڼو د انتقال مسولیت خو د پولیسو په غاړه دی، ښکاره ده چې دوی درغلي کوي.»

د کورنیو چارو وزیر په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د پولیسو او کمیسیون د کارکوونکو ترمنځ د ناسم پوهاوي له کبله، دغه ستونزه پېدا شوې ده .

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل وايي چې دوی د دغو موادو د انتقال په اړه له کابل پولیسو سره پرله پسې تماسونه ونیول خو، هغوی ورسره مرسته ونه کړه .

نوموړي امریکا غږ اشنا رادیو ته وویل « په یو شمېر ولایتونو او د کابل ښار په یوولسمې، دیارلسمې او اوولسمې ناحیې او د سروبي په ولسوالۍ کې د رایو پاڼو له کموالي سره مخامخ شو، موږ یوېشتمې ناحیې او سروبي ته مواد انتقالول او امنیتي ارګانونو مو باید امنیت نیولی وای، خو د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر له خپلې وظیفې او خپل یونیفورم نه غلطه استفاده وکړه،عقدوي او شخصي برخورد یې وکړ، مرسته خو یې و نه کړه، بلکې په رایو پاڼو بار ګاډي یې ودرول او زرګونه خلک یې له رایو ورکولومحروم کړل.»
ښاغلی امرخیل وايي د کابل امنیه قومندان د ده د بدنامولو پلان جوړ کړی و.
ښاغلی امرخیل وايي د کابل امنیه قومندان د ده د بدنامولو پلان جوړ کړی و.
ښاغلي امرخیل همدغه راز د کابل امنیه قومندان تورن کړ چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او دده د بدنامولو دسیسه یې جوړه کړې وه.

هغه زیاته کړه «جنرال ظاهر د کمیسیون او د دارلانشا د ریس پر ضد یوه توطیه جوړه کړې وه، موږ دغه توطیه غندو او له اړوندو ارګانونو څخه غوښتنه لرو چې دغه موضوع په جدي ډول وپلټي، هغه کس چې ولس له رایې ورکولو محروم کړی، باید ځواب ووايي.»

د امریکا غږ اشنا راډیو د کابل له امنیه قوماندان سره د ښاغلي امرخیل د دغې ادعا په اړه پرلپسي تماسونه ونیول خو، له نوموړي سره په خبرو کولو بریالۍ نه شوه .

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ اشنا رادیو ته وویل چې وزارت په دې اړه یو کمیسیون ټاکلی چې پلټنه وکړي « جناب وزیر صاحب یو کمیسیون ټاکلی چې په اړه پلټنې وکړي او جزییات به یې بیا وروسته اعلان کړو.»

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دور انتخابات د جون په ۱۴ ترسره شول چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اټکل له مخې شاوخوا اووه میلیونه خلکو په کې رایه ورکړې ده .

د دغو انتخاباتو ابتدايي پایلې د همدغې میاشتې په ۲۴ اعلانیږي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG