د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو کمیسیون د ټاکنو ابتدایي پایلې اعلانوي


د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون رسمي نښه
د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون رسمي نښه

ټاکل شوې چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو ابتدایي پایلې د دوشنبې په ورځ اعلان کړي، خو د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله د یکشنبې په ماښام وویل چې تر هغه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پاکې رای له ناپاکو جلا نه کړي، د ټاکنو پایلې نه مني.

د انتخاباتو د مهالویش له مخې باید دغه نتایج تېره اونۍ اعلان شوي وای، خو له کمیسیون سره د ښاغلي عبدالله پریکون دغه کار وځنډاوه.

خو داسې ښکاري چې ښاغلی عبدالله لا هم پر خپل پخواني دریځ کلک ولاړ دی او وایي «کله چې د افغانستان خلک پوه شي چې د هغوی رای د هغوی سرنوشت نه ټاکي، په دې صورت کې به هغوی نورو لارو ته مخه کړي.»

د ښاغلي عبدالله انتخاباتي ډله ټېنګار کوي چې په ټاکنو کې د دوی د سیال اشرف غني احمدزي په ګټه پراخه درغلي شوې او تر هغه چې د دغو درغلیو کره څېړنه او پلټنه نه وې شوې، دوی ته د ټاکنو هېڅ ډول پایلې هم د منلو نه دي.

په خپله ښاغلي عبدالله په کابل کې خبریالانو ته په خپلو خبرو پر همدغه ټکي ټېنګار وکړ.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، په دویم دور انتخاباتو کې شاوخوا اووه میلیونه خلکو برخه اخیستې وه، خو د عبدالله عبدالله ډله دا خبره نه مني.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، په دویم دور انتخاباتو کې شاوخوا اووه میلیونه خلکو برخه اخیستې وه، خو د عبدالله عبدالله ډله دا خبره نه مني.

« که یو وارې خدای ناخواسته د افغانستان خلک ددې نه مایوس شي چې رایي په اساس دوی نشي کولی خپل برخلیک وټاکي، بیا دوی نورې وسیلې ته لاس وهي، خدای دې نه کړي چې افغانستان دغسې یو حالت ته ورسیږي. زموږ مسولانه برخورد او کړه وړه اساس همدغه دی چې نغواړو عامل د بحران وګرځو او هغه کسان چې افغانستان بحران خواته بوځي هغوی ته هم یادونه کوو چې لاره یې دغه نه ده.»

ښاغلي عبدالله دا ونه ویل چې (نورې وسیلې) د خلکو له لاس اچولو یې هدف څه دی؟

د ښاغلي عبدالله عبدالله زرګونو پلویانو تېره اونۍ په کابل کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې د پایلو د اعلان پر ځنډ او له پاکو رایو څخه د ناپاکو رایو په لېرې کولو ټېنګار وکړ.

خو د بل کاندید اشرف غني احمدزي ډله وایي دوی د ټاکنو د کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون پرېکړو ته درناوي لري او له خپلې سیالې ډلې غواړي چې خپل شکایتونه دې د دغو کمیسیونو له لارې وڅېړي.

کاندید اشرف غني احمدزی وايي د ټاکنو پایلې باید اعلان شي « د ابتدايي پایلو اعلانېدل نور نه شي ځنډیدلي.د افغانستان خلک باید د نتیجو په اړه د خپلواک کمیسیون په قضاوت پوه شي بیا د شکایاتو د اورېدو کمیسیون په شکایتونو غور کوي، او دا هم په ډېر دقت تر سره کیږي

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات د جون په ۱۴ ترسره شول، کمیسیون وايي شاوخوا اووه میلیونه خلکو په ټاکنو کې برخه اخیستې، خو د ښاغلي عبدالله ډله وايي د لومړي دور انتخاباتو په پرتله په دویم دور انتخاباتو کې د خلکو ګډون تر هغې شمېرې چې کمیسیون یې ښيي، کم و.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې په دویم دور انتخاباتو کې چې هر کاندید تر خپل سیال ډېرې رایې یوسې، د دغه هېواد ولسمشر ټاکل کیږي .

سره له دې چې د ټاکنو د پایلو اعلان تر خپلې اصلې مودې ځنډیدلی او کاندید عبدالله عبدالله له کمیسیون سره خپلې اړیکې شلولې، ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د کوچني اختر پر پنځمه به واک خپل ځای ناستي ته سپاري.

بلخوا د امریکا په سنا کې د میشګن ایالت سناتور کارل لیون چې افغانستان ته تللی، په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دواړو کاندیدانو سره یې لیدلي او هغوی ورته ډاډ ورکړی چې د انتخاباتو پایلې به ومني

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG