د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنیزو اصلاحاتو نوې پالیسي؛ لګښتونه ۵۰سلنه کمېږي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې ویلي و چې د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه بشپړه او عدلیې وزارت ته سپارل شوې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو پالیسي تدوین شوې چې له مخې به یې د ټاکنو لګښتونه سم نیمايي راکم شي.

د دغه کمېسیون مرستیال مولانا عبدالله د یکشنبې په ورځ د اپریل په ۱۱ (وري ۲۲) خبریالانو ته وویل د یادې پالیسي لومړۍ برخه د ټاکنو د حقوقي چوکاټ د پراختیا په اړه ده چې د ټاکنو په قانون کې هم شامله ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې ویلي و چې د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه بشپړه او عدلیې وزارت ته سپارل شوې ده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د ټاکنیزو لوایحو، طرزالعملونو او لارښوونو بیا کتنه د دغې پالیسي د لومړۍ برخې نور موارد دي.

په ټاکنو د شفافیت لپاره له ټکنالوژۍ څخه استفاده، د جوړښتونو اصلاحات، پلان جوړونه او د زیربناو جوړول نور هغه څه دي چې د ټاکنو د لګښتونو د راکمولو لپاره ورته د نوې پالیسۍ په نورو برخو کې ځای ورکړل شوی دی.

د ټاکنو د کمېسیون مرستیال وویل: "د هېواد اقتصادي وضعیت ته په پاملرنې د ټاکنو لګښت ډېر دی چې موږ د دې پالیسي په عملي کولو سره کولی شو چې د ټاکنو د ترسره کولو لګښتونه ۵۰سلنه راکم کړو".

د ټاکنو د کمېسیون د چارواکو په وینا د ټاکنیزو اصلاحاتو د نوې پالیسۍ په اساس د تیرو ټولو ټاکنو ستونزې تشخیص شوي او په راتلونکو ټاکنو کې به یې له تکرار څخه مخنیوی وشي.

همداشان دغه کمېسیون ویلي چې د ولایتي شوراګانو، ښاروالیو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنو د ترسره کولو لپاره ټول چمتوالی نیول شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس اورنګ زیب وویل چې دا ټول چمتوالی د ټاکنیزو اصلاحاتو د نوې پالیسۍ په اساس نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه: "د ټاکنو کمېسیون له تخنیکي، عملیاتي او پلان جوړونې له پلوه د ولایتي شوراګانو، د غزني د ولسي جرګې او ښاروالیو ټاکنو د ترسره کولو لپاره چمتوالی لري".

خو د ټاکنو کمېسیون له حکومت څخه غوښتي چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د اړتیا وړ بودجه برابره او د امنیت لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG