د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: د سولې لپاره اساسي قانون تعدیل کېدای شي


ښاغلی دانش وايي‌ د اساسي قانون د تعدیل په اړه د «یوې اړتیا» په توګه ټوله ګډ نظر لري
ښاغلی دانش وايي‌ د اساسي قانون د تعدیل په اړه د «یوې اړتیا» په توګه ټوله ګډ نظر لري

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش وايي‌ سره له دې چې د افغانستان اساسي‌ قانون ساتنې ته ژمن دي،‌ خو د سولې لپاره تعدیل کېدای شي.

سرور دانش نن یکشنبه اپرېل ۴(وري ۱۵) د افغانستان د لویې څارنوالۍ د سرپرست معرفي کولو په مراسمو کې وویل چې له عادلانه سولې پرته بل هر ډول توافق به په دغه هیواد کې د یو بل جنجال لامل شي.

ښاغلي دانش سوله د افغانستان یوه مهمه اړتیا وګڼله او وویل: "سوله د دې ارزښت لري چې د ټینګېدو لپاره یې د افغانستان په اساسي قانون کې تعدیل ومنو، خو تعدیل د هغه میکانیزم په اساس چې خپله په اساسي قانون کې مطرح شوی دی."

هغه ټینګار وکړ چې د یوې ګډوډۍ او کړکېچ رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره د اساسي قانون ساتنه او دوام د حکومت د سولې د پلان او نقشې اصلي محور دی.

دانش زیاته کړه: "افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له نهه څخه تر لسو پورې اساسي قانونه لرل،هر کله چې به کومه ګډوډي رامنځته کېدل، اساسي قانون لغوه کېده، او ځای یې نوي اساسي قانون نیولی دی، پر دې برسېره د اساسي قانون لغو کېدل خپله د ګډوډۍ په معنای دی، له دې اړخه موږ د اساسي قانون پر ساتنه او دوام ټینګار کوو."

د هغه په وینا چې ولسمشر غني سولې ته د رسېدو لپاره حاضر دی هر مهال چې د سولې موافقتنامه وروستۍ شوه او د افغانستان خلکو هغه تائید کړه د نړیوالې ټولنې تر نظارت لاندې ټاکنې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ځله دغه دوه مورده رد کړي دي.

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وه چې ټاکل شوې ولسمشر غني د ترکیې په ناسته کې د سولې لارې په اړه خپل نقشه معرفي کړي.

د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته ټاکل شوې روانه اپرېل میاشت جوړه شي، د افغان چارواکو په وینا د یادې ناستې تر سره کېدو لپاره په دوحه کې د افغان، امریکايي او ترکیې د استازو ترمنځ مشورې روانې دي.

XS
SM
MD
LG